کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني د یو حکم له لارې ایران سره پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژلو د ژورې او هراړخیزې ارزونې په موخه با صلاحیته لس کسیز پلاوی وټاکه.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي مشري به د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ نظامي سرمفتش محمدحمید طهماسي کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسي جرګې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا باصلاحیته استازي د دغه پلاوي غړیتوب لري.
سرچینه لیکي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس دغه ګومارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د هرات ولایت مقام سره په همکارۍ موضوع په دقیقه او هراړخیزه توګه وارزوي او خپل اجرات او موندنې ژر تر ژره د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
د راپورونو له مخې د روانې غویي میاشتې په دوولسمه د ایران سرحدي ځواکونو شاوخوا پنځوس تنه افغان مسافر د کار لپاره ایران ته تللي وو، د هرات ګلران ولسوالۍ سره په پوله د ایران په خاوره کې نیولي او تر شکنجو وروسته یې د هریرود سیند ته غورځولي دي.
د راپورونو له مخې، له یادو پنځوسو کسانو یو شمېر په سیند کې مړه شوي او ځینې ژغورل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې ایران د افغانستان هغه وړاندیز منلی چې دغه موضوع دواړه هېوادونه په ګډه وڅېړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن