کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹) : وسله والو طالبانو د پاکستانیو رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې د دوی پخواني مشر ملا اختر منصور د پاکستان په کراچۍ ښار کې جایدادونه درلودل.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د غویي په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، دا څو ورځې کیږي چې په ځينو رسنیو کې بیا دا افواهات خپریږي چې ګوندې د دوی پخواني مشر ملا اختر منصور په پاکستان کې املاک درلودل او اوس خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.
سرچینې زیاته کړې : (( موږ یوځل بیا دا ډول راپورونه او له حقیقت څخه لرې ادعاګاوې په کلکه ردوو، سره له دې چې تجارت، اخیستل اوپلورل یو مشروع عمل او د هرچا شخصي حق دی، خو ملا منصور په پاکستان کې داسې هيڅ کوم جایداد نه درلود او نه يې هم په خپل ژوند کې د تجارت او کاربار لپاره وخت درلود.))
طالبانو ویلي ، چې ځینې مغرضې کړۍ ددوی د مشرانو پر ضد پروپاګنډ کوي. پاکستانیو رسنیو پرون خبر ورکړی و، چې محکمې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور د شاوخوا ۳۲ میلیونه کلدارو په ارزښت د املاکو د ضبطولو حکم کړی دی.
پاکستانۍ ورځپاڼې (ډان) د غویي په ۱۹مه، خبر ورکړی چې دغه حکم په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې له خوا ورکړل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په پاکستان کې د ترهګرو د مالي ملاتړ د پلټنو پر مهال په ډاګه شوې وه، چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور د پاکستان په جعلي تذکرې (شناختي کارټ) د کراچۍ په بېلابېلو سیمو کې تعمیرونه، کورونه او ځمکې اخیستې وې.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د پلټنو مرکزي ادراې (اېف آیی ای) د ملا منصور چې د محمد ولي او ګل محمد په نومونو یې یاد املاک اخیستي وو، دوسیه جوړه کړې وه.
ملا منصور د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د مۍ د میاشتې په ۲۱مه، په داسې حال کې چې له ایران څخه د پاکستان خاورې ته ننوتلی و، د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.
د راپور له مخې، ملا منصور په کراچۍ کې د اپارتمانونو او کورونو په ګډون پنځه املاک لري.
login or register a new account.