فراه (پژواک، ۲۱ غویی۹۹): د فراه پخوانی امنیه قوماندان او د دغه ولایت د والي د اوسني مرستیال پلار، تورن جنرال عبدالجلیل بختور له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وویل، د سیمې له خلکو او د طالبانو له رسمي ادرس څخه یې معلومات تر لاسه کړي چې عبدالجلیل بختور له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
قانع وایي چې بختور نن د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک کلي کې له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وایي:« موږ متاسف یو چې دغه متقاعد جنرال د سولې او ارامتیا له مخالفینو سره یو ځای شوی او د عزت د ژوند پر ځای یې د تاوتریخوالي ژوند غوره کړی دی.»
د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:« د فراه ولایت بالابلوک کې تورن جنرال عبدالجلیل خان بختور له مجاهدینو سره یوځای شو.»
بدالجلیل بختور شاوخوا لس کاله مخکې د فراه امنیه قوماندان و. هغه دا مهال کومه رسمي دنده نه لرله.
د یادولو ده چې د فراه د والي اوسنی مرستیال مسعود بختور او د دغه ولایت د ولایتي شوار پخوانی مشر فرید بختور، چې تېر کال د چورلکې د لوېدو په پېښه کې مړ شو، د عبدالجلیل بختور زامن دي.
login or register a new account.