ژبه

شاهین : د افغانستان بیارغونه کې د هند د مرستوهرکلی کوو او ورسره مثبتې اړیکې غواړو

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۹۹) : وسله والو طالبانو ویلي چې دوی له افغانستان څخه بهر له چا سره کار نه لري او غواړي چې له هندوستان سره مثبتې اړیکې ولري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین  له هندي رسنۍ ( ډي این ای) سره په یوه ځانګړې مرکه کې د   افغانستان له بیارغونې سره د هندوستان د مرستو هرکلی کړی دی.

تر دې مخکې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ورځې مخکې هند ته د سفر پرمهال له ځایي چارواکو غوښتي وو، چې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي .

دغه راز خلیلزاد له هنده غوښتي و، چې له افغان سولې پروسې سره مرسته وکړي.

سهیل شاهین په دې مرکه کې ویلي : (( د ملي ګټو او دوه اړخیز درناوي پر بنسټ موږ غواړو چې له هندوستان سره مثبتې اړیکې ولرو.))

هغه زیاته کړې، طالبان په افغانستان کې یو اسلامي تحریک دی او له هېواده د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره مبارزه کوي، د خپل هېواد له سرحدونو بهر کوم پلان یا اجنډا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان د افغانستان د دولت ملاتړ کوي او د بېړني اوربند او بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه یې کړې ده.

د هندوستان د ملي امنیت سلاکار د تیرې جمعې په ورځ له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې په سیمه کې د ترهګرو د خوندي مرکزونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

که څه هم هغه د کوم هېواد نوم نه و اخیستی، خو اشاره یې پاکستان ته وه، چې تل پرې یاد تورونه پورې کوي.

login or register a new account.