ژبه

ایراني ځواکونو پر خپلې کښتۍ برید کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹) : د ایران پوځ ویلي چې په تېروتنې سره یې پر خپلې کښتۍ برید کړی او له امله یې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د عمان په خلیج کې د ایران په بحري ساحه کې تېره شپه رامنځته شوې ده.

د ایران د تسنیم او اسنا رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دا پېښه د جاسک او چابهار د اوبو په ساحه کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځي تمریناتو پر مهال ایراني ځواکونو په تېروتنې سره پرخپلې یوې کښتۍ برید کړی چې له امله یې ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

پوځ ویلي چې تر پېښې وروسته مرستندویه ټیمونه ساحې ته رسېدلي، مړي او ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي دي.

د ایران پوځ ویلي چې ددې پېښې په اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل کړې دي.

ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی چې پر دغې سترې پوځي کښتۍ د کروز میزایل توغول شوی چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ زیاته زیانمن شوې هم ده.

login or register a new account.