ژبه

حکومت: کومو سیمو کې چې د کرونا ګواښ ډېر وي، باید تړلې پاتې شي

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹) : د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې که څه هم په ځینو ولایتونو کې قرنطین نرم شوی، خو هغه ځايونه چې په کې د کرونا ويروس د خپرېدو ګواښ تر نورو ځایونو زيات دی، بايد تړلي وي او د خلکو ګرځېدل يا ورتګ هم په کې محدود شي.

دوی دا خبرې په داسې حال کې کړې، چې په ننګرهار، بلخ او کندوز ولایتونو کې قرنطین له منځه وړل شوی دی.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس عبدالمتين بېګ نن د هېواد له پنځلسو واليانو سره د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او په ولايتونو کې د روانو چارو په اړه يې ورڅخه معلومات واخيستل.

په دغه وېډيو کنفرانس کې د کرونا ويروس د مخنيوي، له ويروس څخه د خلکو د ساتلو، پر نادارو هېوادوالو د پخې ډوډۍ د وېشلو، سولې، جګړې او ولسواليو ته د ولايتي ادارې د پام پر زياتولو خبرې وشوې.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس په ولايتونو کې د واليانو د ستونزو، د خلکو د اړتياوو، د ولايتي ادارو له خوا د تر سره شويو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه د واليانو تر راپورونو او وړانديزونو وروسته هغوی ته ځينې سپارښتنې وکړې.

عبدالمتين بېګ له واليانو وغوښتل چې لرې پرتو سيمو او ولسواليو ته پام زيات کړي، د خلکو اړتياوې پوره کړي او د ولسواليو په کچه د ښې حکومتولۍ له لارې نه يوازې متوازن انکشاف ته زمينه برابره کړي، بلکې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

د کرونا ويروس په اړه د قرنطین نرمول بله موضوع وه چې په دغه کنفرانس کې د واليانو له خوا ياده شوه.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې که څه هم په ځينو ولايتونو کې قرنطین او د خلکو پر ګرځېدو بنديزونه کمېږي، خو تر څنګ يې بايد د فاصلې ساتلو او د کرونا د مخنيوي لپاره د نورو سپارښتنو عملي کولو ته پام وشي.

سرچینې زیاته کړې، هغه ځايونه چې په کې د کرونا د خپرېدو ګواښ تر نورو ځایونو زيات دی، بايد تړلي وي او د خلکو ګرځېدل يا ورتګ هم په کې محدود شي.

له دې سربېره، د کرونا پر ضد د مبارزې په برخه کې ولايتونو ته د ورکول شوې بودیجې، پر خلکو د پخې ډوډۍ د وېش او د کرونا په اړه د عامه پوهاوي د زياتولو په برخو کې هم واليانو ته سپارښتنې وشوې.

د سیمه ییزو ارګانونو د نشراتو رییس سید شاه سقیم پژواک ته وویل، پر نادارو کورنيو د پخې ډوډۍ وېش د سيمه‌ييزو ارګانونو له مهمو چارو یوه ده چې له ميدان‌وردګو ولايت پرته، د هېواد په ټولو ولايتونو کې دغه پروسه پيل شوې او هره ورځ پر سلګونو زرو نادارو کورنيو ميليونونه پاستې پخه ډوډۍ وېشل کېږي.

د هغه په وینا، په دې وروستيو کې د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د هېواد د ولايتونو لويه برخه له مرکز سره د ټکنالوجي په وسيله وصل کړې ده چې له امله يې نه يوازې اوس په خورا اسانۍ، په يوه وخت له مرکز څخه له ګڼ شمېر ولايتونو سره اړيکې نيول کېږي، بلکې په دې سربېره يې هغه چارې هم ګړندۍ کړې دي چې تر دې وړاندې به د مکتوبونو د لېږد رالېږد له امله تر ډېرو ځنډېدې.

login or register a new account.