ژبه

طالبان : په فاریاب او بادغیس کې مو ۵۳ نور حکومتي بندیان خوشې کړل

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹): طالبانو ویلي چې نن او پرون یې ۵۳ تنه د حکومت بندیان د فاریاب او بادغیس په ولایتونو کې خوشې کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۲۲مه، په ټویټر کې لیکلي چې د بندیانو د خلاصون په لړ کې یې  نن اوپرون ۵۳ تنه د حکومت بندیان د فاریاب او بادغیس په ولایتونو کې خوشې کړي.

هغه زیاته کړې، چې هریوه تن ته یې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړې.

د طالبانو په وینا، تر اوسه یې تر ۲۰۰ زیات دولتي بندیان خوشې کړي، خو د  افغانستان حکومت په بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو شاوخوا زر تنه بندیان خوشې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وویل، چې دوی د طالبانو زر تنه بندیان خوشې کړي، خو هغوی ۱۷۱ تنه بندیان خوشې کړي چې یواځې ۱۰۵ تنه یې دولتي سرتېري دي.

هغه وویل، افغان حکومت به د طالبانو له خوا د ۲۰۰ افغان سرتېرو له خلاصون وروسته د طالب بندیانو د ازادولو بهیر له سره پيل کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د بندیانو د خوشي کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده. د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د سولې بین الافغاني خبرې پیل او له دغو خبرو مخکې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي شوي وای.

د یاد تړون له لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ او ویې ویل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوې زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو خوشي کولو فرمان ورکړ.

login or register a new account.