دویم تعقیب-کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹):د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې پر یوه روغتون برید د درېیو بریدکوونکو او ۱۴ ملکي وګړو په وژل کېدو او د ۱۵ ملکیانو په ټپی کېدو پای ته ورسېد.
وسله والو نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې پر سل بستریز روغتون چې د نسایي ولادي برخه هم لري، وسله وال برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین پژواک خبري اژانس ته وویل، چې درېیو وسله والو پر یاد روغتون، برید کړی او دغه برید له غرمې وروسته په شاوخوا درېیو بجو د درې واړو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د هغه د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د دوو نویو زیږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو، ډاکټرانو او ماشومانو په ګډون۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
ده وویل چې له یاد روغتون څخه د برید پر مهال د درېیو بهرنیانو په ګډون شاخوا سل کسان ژغورل شوي دي.
طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او کومې بلې ډلې هم تراوسه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
login or register a new account.