ژبه

محب : وسله والو طالبانو نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹) : د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د وروستیو خونړیو بریدونو د غندلو ترڅنګ ددغو بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او وایي چې دوی نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

دا په داسې کې حال ده چې وسله والو نن کابل کې پر یوه روغتون ډله ییز برید کړی، ننګرهار کې یې په جنازه کې چاودنه کړې، لغمان کې یې پر ملي اردو ډله ییز بریدونه کړي او په خوست کې یې دوه چاودنې کړې چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا له خوا د غویي په ۲۳مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب یاد بریدونه غندلي دي.

هغه زیاته کړې : (( د دین او انسانیت دښمنانو د روژې مبارکه میاشت کې ترهګریزو بریدونو یو ځل بیا وښوده چې دوی هیڅ اصل ته درناوی نه لري او غیر اسلامی او انساني کړنې ترسره کوي.))

ډاکټر محب ویلي، د سولې او ا منیت راوستلو لپاره د افغانستان دولت ښه نیت او ژمنتیا څرګنده ده ، خو طالبان اوس هم د افغانانو وژنو، وینې تویېدنې ته له خپلو بریدونو سره ادامه ورکوي ، چې له ټولو بشري حقوقو څخه سرغړونه ده.

ده ویلي، طالبان ددې لامل شوي چې څو نورې ترهګرې ډلې لکه داعش، حقاني شبکه، لشکر طیبه او نورې د طالبانو تر سیوري لاندې رشد او فعالیت وکړي .

د هغه په وینا، د افغانستان دولت د اطلاعاتو له مخې، د طالبانو ډله اوس هم له یادو ترهګرو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري او په ډېرو مواردو کې په ګډه بریدونه تنظیموي.

د ملي امنیت سلاکار وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ په تړون کې د تاوتریخوالي پرکموالی ټینګار شوی و.

login or register a new account.