ژبه

قطر له افغانستان سره د کرونا ضد روغتیایي توکو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : په کابل کې د قطر سفارت وایي چې هېواد یې له افغانستان سره د اته نیم ټنو روغتیایي توکو مرسته کړې چې سبا به کابل ته را ورسېږي.

په کابل کې  د قطر سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وویل چې دغه روغتیایي توکي له کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ورکول کیږي.

سرچینې زیاته کړې چې په دغو اته نیمو ټنو روغتیایي توکو کې ماسکونه، دستکش، د وقاییې نور توکي او روغتیایي درمل او وسایل شامل دي.

د قطر سفارت وایي چې دا توکي به سبا په یوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته را ورسول شي او بیا به د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په مرسته په دغه هېواد کې بند پاتې شوي ۳۱۴ افغانان هم دوه  ورځې مخکې په یوه ځانکړې الوتکه کې کابل ته رالېږدول شوي وو.