کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): یوناما وایي، افغانستان کې په روانه میاشت کې د ملکي تلفاتو د شمېر زیاتوالی د ښکیلو اړخونو له خوا د جګړې د درولو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي، ترڅو د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په پيل بیا تمرکز وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناماپه خبرپاڼه کې راغلي چې د روانې غویي میاشتې په ۲۳ مه او ۲۵ مه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یو سل بستریز روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو، په بلخ کې پرعامو وګړو بمبار او په پکتیا کې د دفاع وزارت د تاسیساتو پر ریاست بریدونو چې په کې شاوخوا ۵۰ کسان ووژل شول او تر سلو زیات نور ټپیان شول ددوی له خوا د مستند شویو پېښو په توګه یاد کړې دي.
سرچېنې لیکلي،دا ډول بریدونه ددې اړتیا په ګوته کوي، چې د شخړې ټول اړخونه د احتیاطي تدابیرو، دتوپیر او تناسب داصولو په ګډون د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي.
یوناما زیاتوي چې په روانه میاشت کې له زیانونو څخه د ملکي وګړو د خوندیتوب اړوند نړیوال قانون ته په پام نه کولو سره، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېرو زیاتوالی د ښکیلو اړخونو له خوا د جګړې د درولو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي چې د افغاناتو تر منځ د سولې د خبرو په پیل بیا تمرکز وشي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ تازه لومړنۍ شمېرې د طالبانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو له امله د اپریل په میاشت کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو ښکارندویي کوي، داعش خراسان څانګې له خوا د وروستیو بریدونو د پړې منلو په ګډون، دتاوتریخوالي د کچې په اړه ژوره اندېښنه شتون لري.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«طالبان د اپریل په میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسوول وو، چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل په پرتله ۲۵ سلنه او د ۲۰۲۰ کال د مارچ په پرتله په ورته کچې زیاتوالی ښیي. افغان امنیتي ځواکونو ته د اپریل په میاشت کې ۱۷۲ ملکي تلفات راجع شوي چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل پرتله ۳۸ سلنه او د ۲۰۲۰ کال د مارچ په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي. دغه شمېرې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه دیوناما د نیمایي کال د رپورټ لپاره د بیا او کره کتنې وړ دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او نړیوال بشردوستانه قانون ته د ښکیلو اړخونو د نه درناوي له امله ژوره اندېښنه لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا الینز وایي: "زه د جګړې د درېدلو غږ کوم او له ښکیلو خواوو څخه غواړم چې د بشردوستانه قانون درناوی وکړي چې موخه یې د ملکي وګړو ساتنه ده."
هغې ویلي، څومره ژر چې امکان ولري د افغانانو تر منځ د سولې خبرې باید پیل شي
سرچېنې لیکلي،روغتیایي کارکوونکي او بنسټونه له برید څخه ځانګړی خوندیتوب لري. هغه پېښې چې د روغتیا پالنې لپاره پر اړینو خلکو، ځایونواو اکمالاتو باندې اغېزه کوي کېدی شي جدي او پراخه پایلې ولري، په ځانګړي توګه د کوویډ ۱۹ ناورین په اوږدو کې. د روغتیایي تاسیساتو یا خوندي بلل کېدونکي پرسونل په ګډون، په ملکي وګړو او ملکي ځایونو قصدي بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل شي.
login or register a new account.