کابل (پژواک،۳۱ غويی ۹۹): د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستۍ سیاسي هوکړې په اړه خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې هېواد به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې له راتګ څخه کلک ملاتړ وکړي.
ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې د ټول شموله حکومت مشر اعلان کړ چې دغو ستونزو څو مياشتې دوام وکړ، خو د غویي په ۲۸ مه غني او عبدالله د واک پر وېش سره سلا شول او يوه سياسي هوکړه یې لاسلیک کړه.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر تېره شپه د ترکیې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د ټیلېفون پر لیکه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه اړيکه کې په پیل کې د سولې اړوند د وروستیو سیاسي تحولاتو په هکله په تېره بیا د سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو، د بشردوستانه اوربند د ټینګښت، د سولې د مذاکراتو د بېړني پیل او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې شوې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اتمر د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو څخه د ترکيې له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او د افغانستان، ترکېې او پاکستان د همکاریو د درې اړخیزه میکانیزم پر اهمیت يې هم خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چاوش اوغلو د وروستۍ سیاسي هوکړې په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه چې هېواد یې ژمن دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر پخوا هم پیاوړې شي.
چاوش اوغلو له افغان دولت او وسله والو ځواکونو څخه د خپل هېواد د ټینګ ملاتړ پر څرګندولو سره وويل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې له راتګ څخه کلک ملاتړ کوي.
نوموړي د خپل هېواد د هغو روغتيايي مرستو په اړه چې له کرونا سره د مبارزې لپاره به یې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته واستوي هم معلومات ورکړل.
دواړه لورو له کرونا سره د مبارزې په لار کې د تجاربو د شریکولو ترڅنګ، پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې نړۍ له کرونا ویروس څخه وژغورل شي او په افغانستان کې دوامداره سوله حاکمه شي.
login or register a new account.