ژبه

غني او خلیلزاد له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو په اړه ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): ولسمشر غني له خلیلزاد سره په ليدنه کې د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو د خبرو ترڅنګ تر مخامخ مذاکراتو وړاندې د اوربند په ټینګښت او د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره نن له غرمې وروسته کابل ته راغلی .

له ارګ څخه دغویي په ۳۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار او د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند پر ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ.

سرچینې زیاته کړې، د امریکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد چمتووالی وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې چې په دغه ليدنه کې همداراز د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې د افغانستان حکومت او طالبان په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانېزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي.

دغه راز،د مصالحې شورا د رییس ډاکټر عبدالله او زلمي خلیلزاد ترمنځ یوه بله لیدنه هم وشوه، چې په کې ددواړو لوریو نورو استازو هم ګډون درلود او دسولې د روستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

تردې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد د قطر او افغانستان په سفر روان شوی، که څه هم خلیلزاد درې ورځې مخکې را روان شوی و، خو دا چې هغه قطر کې له طالبانو سره لیدلي که نه، په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده چې خلیلزاد دوه اوونۍ مخکې هم قطر، هند او پاکستان ته سفر کړی و.

login or register a new account.