جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د ولسوال پر موټر ځانمرګی برید شوی چې له امله يې هغه له یوه زوی ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمد صديق دولتزی چې نن له خپل کارځای څخه جلال اباد ښار ته خپل کور ته پر لاره و د بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې سيمه کې يې پر موټر د يو تنکي ځوان له لوري ځانمرګی برید شوی دی.
دی وايي، پېښه کې د ولسوال موټر تخريب شوی، خپله ولسوال او زوی يې ټپيان دي .
دی وايي چې د دواړو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.
د یادونې ده چې ولسوال د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار ورور دی.
د چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن