کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹) : په تهران کې د افغانستان سفیر وایي چې ایراني چارواکو منلې چې امنیتي ځواکونو یې د افغانانو پر موټر ډزې کړې وې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
دا پېښه چې دوه ورځې مخکې د ایران په یزد ولایت کې رامنځته شوې ده، دیوه کرولا ډوله موټر داور اخیستو په پېښه کې درې افغانان ووژل شول او اته نور ژوبل شوي وو.
په تهران کې د افغانستان لوی سفیر او ځانکړي استازي عبدالغفور لېوال په ویډیو پیغام کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن د غبرګولي په ۱۷مه، خپور شوی، ویلي چې پرون د سفارت له لوړ پوړي پلاوي سره یزد ولایت ته ولاړ.
هغه زیاته کړه چې د یزد ولایت له والي او نورو ځایي مسوولینو سره یې ولیدل او د یادې پېښې په اړه یې ترې معلومات واخیستل.
دغه راز لېوال د پېښې له ځای او له هغه روغتون څخه هم لیدنه وکړه چې په یاده پېښه کې سوځېدلي افغانان تر درملنې لاندې دي.
د افغانستان سفیر وایي چې دیزد ولایت والي ورته ویلي چې په یاد موټر کې یو شمېر کسان د قاچاقبرانو له خوا لېږدول کېدل، خو کله چې امنیتي ځواکونو ورته ددرېدو ویلي، خو نه دي درېدلي او د تېښتې هڅه یې کړې ده.
د لېوال په وینا، بیا پولیسو پر یاد موټر ډزې کړې دي چې له امله یې اور اخیستی دی.
هغه زیاته کړې چې په یاده پېښه کې د ټپي شویو کسانو پوښتنه وکړه، د هغوی وضعیت یې له نږدې وکوت او له روغتیايي کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ټپي شویو کسانو په درملنه کې زیاته پاملرنه وکړي.
د افغانستان سفارت وایی چې د یوه ټپي شوي له کورنۍ سره د هغه د خبرو زمینه برابره شوه او کورنۍ یې له روغتیایي وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړ، همدارنګه هغه مالي مرسته چې د سفارت له خوا په پام کې نېول شوې وه ورکړل شوه.
سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې څېړلو لپاره، په پېښه کې له نورو زیانمنو کسانو او د یزد ښار له مسوولو چارواکو سره د لیدنو بهیر دوام لري چې جزئیات به یې وروسته له خلکو سره شریک شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن