پل علم (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٩): حکومتي سرچينې وايي چې د خوست لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ورور په لوګر کې د مخامخ جګړې پرمهال وژل شوى دى.
په لوګر کې يوې حکومتي سرچينې د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شپږ بجې د دغه ولايت د محمداغې ولسوالۍ په کندهاريو پله سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې د خوست لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي عبدالله حسيني ورور ملا عبدالحميد ذاکر وژل شوى او دوه نور طالبان ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغه جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د يادې سيمې یوه اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې نن سهار د پل کندهاريو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
دى وايي چې په دغه جګړه کې د طالبانو يو قوماندان وژل شوى، خو نور يې په اړه معلومات نه لري.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د لوګر محمد اغه ولسوالۍ د کابل سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.
login or register a new account.