ژبه

نیویارک ټایمز: روسیې افغان وسله والو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو بدل کې جایزه ایښې وه

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹) : امریکایي رسنۍ نیویارک ټایمز د استخباتي سرچینو په حواله ویلي چې د روسيې استخباراتو د طالبانو اړوند وسله والو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو په بدل کې د انعام وړاندیز کړی و.

سرچینې زیاته کړې چې د روسيې استخباراتو له دغه کار څخه موخه په افغانستان کې د جګړې پای ته نه رسېدل او د سولې پروسې ته زیان رسول و.

په نیویارک ټایمز کې د یوه خپور شوي راپور له مخې، په افغانستان کې په طالبانو پورې اړوند وسله والې ډلې له روسانو سره نږدې اړیکې درلودې او امریکایي استخبارات باوري دي چې له روسانو یې د امریکایي سرتېرو د وژلو په بدل کې جایزه هم ترلاسه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۹ کال په یوه جګړه کې ۲۰ امریکایي سرتېري وژل شوي وو، خو دا لا نه ده څرګنده چې دې پېښو له انعامونو سره تړاو درلود که نه.

په یاد راپور کې راغلي چې له دغه کار څخه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم خبر ورکړل شوی و او په دې اړه ځیني تصمیمونه هم نیول شوي وو چې یو له مسکو څخه په دې اړه رسمي شکایت کول هم و.

دغه راز سرچینې زیاته کړې چې پر روسیې د امریکا له خوا د نورو بندیزونو لګول هم په پلان کې وو، خو سپینې ماڼۍ تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، روسیې په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې طالبان د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړې وه، خو په دې وروستیو کې یې ترمنځ اړیکې ډېرې ښې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر استازو څو ځلې مسکو ته هم سفرونه کړي دي.

login or register a new account.