ژبه

د مصر د الازهر پوهنتون په سمنګان ولایت کې موټربم برید وغانده

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹) : د مصر د الازهر پوهنتون په سمنګان ولایت کې ترسره شوی موټربم برید په کلکه غندلی دی.

دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د موټر په وسیله په یوه ځانمرګي برید کې چې د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار اړونده د ملي امنیت ریاست مخې ته شوی و، ۱۱ تنه ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شوي وو.

د الازهر پوهنتون د فارغینو نړیوال تنظیم له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه برید په کلکه غندل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه انسانانو وژل ستره ګناه ده، الله تعالی او د هغه پیغمبر له دغو کړنو څخه ممانعت کړی دی.

 یادې ټولنې ویلي، چې په اسلام کې د بې ګناه خلکو وژل او بې ځایه وینه تویوونکو ته په دنیا او اخرت کې د سخت عذاب ورکولو وعده شوې.

د دغه پوهنتون د فارغینو نړیوالې ټولنې د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې ده ، ټپیانو ته یې د بېړنۍ دعا غوښتنه کړې او دعا یې کړي چې افغانان دې نور خدای له ترهګریزو بریدونو وساتي.

ورته موضوع