کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د امریکا یوه لوړپوړي نظامي چارواکي ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې له تړونه سرغړونه کړې ده.
د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ مشر جنرال کنیت مککینزي ویلي چې طالبانو د دوحې د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو خپل بریدونه بند کړي خو د بل هر وخت په پرتله یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.
د امریکا- طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې چې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو، د طالبانو د تاوتریخوالي پر کمولو، په تدریجي ډول له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر خوشي کولو او د بینالافغاني مذاکراتو پر پیلولو توافق شوی دی.
امریکا له دغه تړون وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳زره سرتېرو څخه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړی دی.
جنرال مک کینزي له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، که طالبان غواړي چې په افغانستان کې هیڅ بهرنی عسکر پاتې نه شي، نو باید تړون ته ژمن پاتې شي او د سولې بینالافغاني مذاکرات چې پر وینا یې "د افغانستان د سولې لپاره تر ټولو مهم ګام دی" پیل کړي.
د امریکا- طالبانو ترمنځ د سولې د تړون له مخې، د مذاکراتو د پيل لپاره افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو ډله ۱۰۰۰ حکومتي اسیران خوشی کړي دي.
د دغه تړون له لاسلیک وروسته افغان حکومت تر اوسه شاوخوا ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو هم ۶۰۰ دولتي اسیران ازاد کړي دي. خو افغان حکومت ادعا کړې چې په دغو اسیرانو کې ۱۷۵ ملکي مامورین او ۷۵ ولسي پاڅون کوونکي شامل دي.
همداشان د طالبانو له خوا له القاعدې او داعش سره د اړیکو پرېکول د امریکا- طالبانو د سولې تړون یوه مهمه برخه ده، خو جنرال مک کینزي له القاعدې ډلې سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کېدو بې باوري ښودلې ده.
مک کینزي وویل: "غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې القاعده، داعش یا کومه بله سختدریزه ډله په افغانستان کې ځای پر ځای نشي او پر لویدیځ د بریدونو پلانونه ونیسي. دا یو ځل پېښ شوي او موږ نه غواړو چې دا پېښه بیا تکرار شي".
جنرال مک کینزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته انعام ورکوي، دا مسـئله د "اندېښنې وړ" وبلله او وې ویل چې متحده ایالات لا هم په دې برخه کې څېړنې کوي او په تړاو یې تر اوسه اسناد نه دي موندلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن