کابل(پژواک، ۸ زمری ۹۹): د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین وایي، د کرکټ نړیوالې شورا ته یې وړاندیز کړی چې راتلونکی نړیوال جام دې افغانستان کې وشي.
دغه څرګندونې د کرکټ بورډ ادارې مشر فرهان یوسفزي نن د زمري په ۸مه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې.
هغه وویل، له ای سي سي څخه یې غوښتنه کړې چې د راتلونکي نړیوال جام لوبې افغانستان کې وشي ترڅو افغان کرکټ د نړۍ په کچه لا پیاوړی وښودل شي.
دی وایي، د تېرکال په پرتله یې د ادارې بودیجه ډېره په مثبت ډول مصرف کړې، اصلاحات یې راوستي او د لوبغاړو ترمنځ یې پر اتفاق کار کړی.
هغه زیاته کړه، په وروستیو کې یې په کابل کې د یوه نړیوال کرکټ لوبغالي جوړېدو لپاره د ځمکې اخیستو پروسې طی کړې دي.
یوسفزی وایي، بله لاسته راونه یې داده چې د کرکټ د نړیوالې شورا په ځینو کمېټو کې د غړیتوب لپاره افغانانو ته هم ځای پیدا شوی دی.
نوموړي د کرکټ بورډ د اجراییه رییس لطف الله ستانکزي ګوښه کېدو په اړه وویل، له هغه سره یې څو وارې د کرکټ په مسایلو خبرې وکړې، خو کله یې پایله یې ورنه کړه ځکه د ګوښه کېدو پرېکړه یې وکړه.
دی وایي د نوي اجراییه رییس د ګومارنې برخه کې به ډېرې مشوري وکړي او حتی له ای سي سي څخه به هم په کې مرسته وغواړي ترڅو د روڼتیا پر بنسټ ګومارنې وکړي.
د هغه په وینا، ژمنه کوي، چې له دې وروسته به په دې اداره کې د فساد مخنیوی وکړي او د لوبغاړو انتخابېدو برخه کې کوم ځانګړی ډیټابیس چې جوړ شوی د سلیکشن کمېټه به له هغې کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې کرېکټ بورډ ادارې اجرائیه رییس لطف الله ستانکزی د "خرابې کارکردګۍ،مدیریتي بې غورۍ او له مدیرانو سره د بد سلوک" له امله له دندې ګوښ کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن