کابل (پژواک، ۱۸ زمرى ۹۹): ناپېژانده وسله والو د کابل په فرزې ولسوالى کې پر يوه موټر بريد کړى چې له امله يې دوه ښځې او يو ماشوم وژل شوي او موټر چلوونکى ټپي دى.
د فرزې سرپرست ولسوال محمد نعیم صدیقي پژواک ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار اته بجې د ميربچه کوټ- فرزې پرلاره پر يوه موټر چې سپاره کسان يې له کابله فرزې ته د سياحت په موخه پر لاره وو بريد کړى.
هغه وويل چې وژل شوي کسان د فرزې د حسن زاده کلي اصلي اسېدونکي وو، خو اوس يې په کابل کې ژوند کاوه .
د نوموړي په خبره، کېداى شي دا بريد د شخصي دښمنۍ له امله شوى وي.
ددغه بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن