کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ۹۹): د اوبو د تنظیم چارو د ملي ادارې دوه انجنیران د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د کابل د کلکان ولسوالۍ اړوند سيمه کې وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.
د کابل ولایت د کلکان ولسوال عبدالغفور پوپلزي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:((تېره ورځ مازیګر د اوبو د تنظیم چارو د ملي ادارې د انسجام ریاست د کارکوونکو موټر د طالبانو تر وسله وال برید لاندی راغلی دی.))
هغه وایي چې په یاد برید کې د دغې ادارې دوه انجنیران چې له پروان څخه د کابل پر لور روان وو، وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.
د نوموړي په خبره، دغه برید د کابل ــ پروان لویې لارې په ۹پُله سمیه او د کابل ولایت د کلکان او قرباغ ولسوالیو ترمنځ سيمه کې شوی دی.
په همدې حال کې د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش پژواک ته وویل چې د اوبو د تنظیم چارو د ملي ادارې دوه انجنیران چې د کاپیسا او پروان حوزې د سیند د پروژو د څارنې لپاره موظف شوي وو، د پروژو له څېړنې او بیا کتنې وروسته؛ کابل ته د بېرته تګ پرمهال یې موټر د کلکان ولسوالۍ پر عمومي سړک د طالبانو له خوا تر برید لاندې راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې دا څلورم ځل دی چې د کابل- شمال پر لویه لاره قرباغ ــ کلکان ولسوالیو کې ملکي او نظامي کسان د دولت د وسله والو مخالفینو تر بریدونو لاندې راځي.
د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن