کابل(پژواک، ۲۸ زمری ۹۹): يوه سرچینه وايي چې دداعش ډلې د خراسان څانګې قاضي القضات عبدالله اورکزی د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.
پژواک خبري اژانس ته د ملي امنیت یوې باوري سرچینې وویل چې د داعش ډلې د خراسان څانګې قاضي القضات او د ننګرهار پر زندان د برید د ترسره کولو مسوول عبدالله اورکزی د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.
يادې سرچينې د نوموړي کس د وژلو د ځای او وخت په اړه معلومات ور نه کړل .
تر اوسه په دې اړه نورو رسيمي سرچينو څه نه دي ويلي .
login or register a new account.