ژبه

چارواکو په زابل کې د لسګونو طالبانو وژل کېدو خبر ورکړى

کلات (پژواک،  د وږي لومړۍ نېټه ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يو لړ عملياتو پر مهال ٥٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل د امنیت امر سمونمل فدا محمد پیرزاده د وږي په لومړۍ نېټه پژواک  اژانس ته وویل چې افغان ځواکونو تېره شپه د مرکز کلات لوېدیځ ته په جلدک سیمه کې د وسله والو طالبانو هغه ګروپ له منځه وړی چې د کابل- کندهار پر لاره یې بریدونه کول.

هغه زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۵۶ وسله وال وژل شوي، دوه موټر، لسګونه موټرسایکل، لسګونه وسلې او د مهماتو زېرمنه چې ۸۰زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې وو، له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع  وزارت هم دغه عمليات تاييد کړي، خو د وژل شوو طالبانو شمېر يې ٣٠ تنه ښودلی او اته نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع