اسعداباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ۳ پاکستانيانو په ګډون ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم د وږي په په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کونړ د مرورې ولسوالۍ په بچي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله يیز بریدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې د وسله والو دغه برید د امنیتي ځواکونو له خوا پر شا تمبول شوی او د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۶ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.
مصمم وايي، په دغه برید کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه ځه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن