ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتي پلاوو د غړو ژوندلیکونه

د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتي پلاوو د غړو ژوندلیکونه

author avatar
10 Sep 2020 - 09:19
د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتي پلاوو د غړو ژوندلیکونه
author avatar
10 Sep 2020 - 09:19

د دولت د مذاکراتي پلاوي د غړو ژوندلیکونه 

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د غړو ژوندلیکونه

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۹): له طالبانو سره د دولت د ۲۱ کسیزې مذاکراتي ډلې له غړو څلور ځوانان دي، یو تن د دوکتورا، شپږ د ماسټرۍ، نهه د لیسانس او درې د بکلوریا په کچه او یو هم خصوصي دیني زده کړې لري.  

له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي له ۲۱ کسیزې ډلې څخه یو- یو کس د لوګر، لغمان، تخار، بدخشان، پروان، غزني، پکتیکا، پنجشېر، هرات، کاپیسا، جوزجان، کندهار، بامیان، ننګرهار، اروزګان، پکتیا او هلمند ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي خو له بلخ او کابل څخه دوه، دوه کسان د دې ډلې غړیتوب لري.

د هغو معلوماتو له مخې چې پژواک خبري اژانس له بېلابېلو انټرنېټي پاڼو ترلاسه کړي، له دغو ۲۱ کسانو څخه یو یې د دوکتورا، اووه د ماسټرۍ، نهه د لیسانس، درې د بکلوریا په کچه تحصیلات کړي او یو کس خصوصي دیني زده کړې لري.

دغه راز معلومات ښیي چې له دې ډلې څلور تنه له ۲۵ تر ۳۳ کلونو، درې تنه ۴۴، ۴۵ او ۴۹ کلونه او پاتې ۱۴ تنه له ۵۱ تر ۶۶ کلونو عمرونه لري.

۱- محمد معصوم ستانکزی:

محمد معصوم ستانکزی د محمودخان ستانکزي زوی، په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال کې د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. ستانکزي لومړنی او منځنی ښوونځی لوګر کې ویلی، تر څوارلسم ټولګي پورې یې د مخابراتو په تربیتي موسسه کې زده کړې کړې او د ليسانس په کچه زده کړې یې د مخابرې په برخه کې د کابل په حربي پوهنتون کې کړې دي. یوه ماسټري یې د مدیریت او ادارې په برخه کې د پاکستان له پریستون پوهنتون څخه او بله د تل پاتې انکشاف لپاره د مهندسۍ په برخه کې د انګلیستان له کیمبریج پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.هغه په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د ملي امنیت رییس، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ولسمشر سلاکار، د مخابراتو وزیر، د سولې عالي شورا د غړي او دارالانشاء د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي. ولسمشر اشرف غني ته باوري کس خو له ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ښې اړیکې لري. معصوم ستانکزی دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې مشر دی.

۱- فاطمه ګیلاني:

فاطمه ګیلاني د محاذ ملي اسلامي ګوند د مشر پیر سیداحمد ګیلاني لور ده او په ۱۳۳۳ لمریز کال کې یې په کابل ښار کې نړۍ ته سترګې غړولې دي، خو اصلاً د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکې ده. فاطمې ګیلاني تر دوولسم ټولګي پورې د کابل په ملالۍ لېسه کې زده کړې کړې، ليسانس یې د فارسي ادبیاتو په برخه کې د ایران په ملي پوهنتون کې اخیستی او ماسټري یې د اسلامي علومو او فقه په برخه کې د انګلیستان له «مسلم کالج» څخه ترلاسه کړې ده. هغې په مسلم کالج کې د کورنۍ او اسلامي قوانینو په برخه کې د سلاکارې، د جهاد په دوران کې د اسلامي ملي محاذ ګوند د ویاندې او په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرې او د اساسي قانون د تدقیق کمېسیون او د بېړنۍ لويې جرګې د غړې په توګه دندې ترسره کړې دي او د بن په کنفرانس کې يې ګډون کړی دی. فاطمه ګیلاني اوس له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړې ده، د سرطان ناروغي لري او کېدای شي د قطر په مذاکراتو کې ګډون ونه شي کړای. خاوند يې ډاکتر انوارالحق احدي د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټېم غړی خو خپله خپلواک لیدلوری لري.

۳- احمد نادر نادري:

احمد نادر نادري په ۱۳۳۶هجري لمریز کال کې د لغمان ولایت په مرکز کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. ده د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي د ليسانس سند ترلاسه کړی او ماسټري یې په نړیوالو اړیکو کې د امریکا متحده ایالتونو له جورج واشنګټن پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده. هغه په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د سولې برخه کې د مدني ټولنې د فعال په توګه، د بن د کنفرانس ګډونوال، د ۱۳۸۱ کال د لویې جرګې د ویاند، د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو سازمان د غړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غړي او ویاند په توګه کار کړی دی. احمد نادر نادري دا مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر او له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۴- عبدالمتین بېک

عبدالمتین بېک د عبدالمطلب بېک زوی، په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال کې د تخار ولایت په هزار سموچ ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. ده د لومړنۍ او منځنۍ کچې زده کړې په تخار کې کړې او د کابل د اماني لېسې له دوولسم ټولګي فارغ شوی دی. هغه د سیاسي علومو په برخه کې د ډيلي له پوهنتونه د ليسانس سند ترلاسه کړی او د سیاسي علومو په برخه کې یې ماسټري د هند په «جواهر لعل نهرو» پوهنتون کې کړې ده. ده له ۱۳۹۰ هجري لمریز کال وروسته د کورنیو چارو په وزارت کې د پالیسۍ برخې د سلاکار، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په برخه که د افغانستان د مذاکراتي ډلې د غړي، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مالي او اداري مرستیال، د د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشر او د ملي امنیت ریاست د ولایتي چارو د مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي. د بېګ پلار عبدالمطلب بېک د جمعیت اسلامي ګوند قوماندان و او د ولسمشر اشرف غني د دولت ساز ټاکنیز ټېم غړی و. عبدالمتین بېک دا مهال د ولسمشر سلاکار او له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۵- فوزیه کوفي:

فوزیه کوفي د عبدالرحمن کوفي لور، په ۱۳۵۴ هجري لمریز کال کې د بدخشان ولایت په کوف اب ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. هغې د حقوقو په برخه کې د ليسانس په کچه سند د کابل له پوهنتونه ترلاسه کړی او ماسټري یې د سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې د پاکستان له «پرستن» پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده. نوموړې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې او د دې جرګې په پنځلسمه دوره کې د دویم نایبې، په بدخشان کې د یونیسف دفتر د پروګرامونو د مرستیالې، په افغانستان کې د ناروې کمېټې د دارالایتام د مسوولې او د «جیحون» تربیوي او فرهنګي مرکز د مسوولې په توګه دندې ترسره کړې دي.

فوزیه کوفي دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړې ده او په ۱۳۹۸ کال ټاکنو کې يې د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ کړی دی.

۶- ضرار احمد مقبل:

ضراراحمد مقبل د ميرمحمد عثمان زوی، په ۱۳۴۲هجري لمریز کال کې د پروان ولایت د مرکز اړوند په «خواجه سیاران» سیمه کې زېږېدلی . ده د لومړنۍ او منځنۍ کچې زده کړې په پروان کې کړې او د کابل له حبيبې لېسې فارغ شوی دی. هغه د کابل پوهنتون د پوليتخنيک پوهنتون کې درې نیم کاله زده کړې کړې، خو په ۱۳۶۶ کال کې د وخت د حکومت له خوا زنداني شوی او لوړې زده کړې یې نیمګړې پاتې دي. ده د احمدشاه مسعود د دفتر د مرستیال، د پروان د امنیه قوماندان، په تهران کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر، په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د پروان والي، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیر، د کورنيو چارو وزير او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي. مقبل دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته باوري کس دی.

۷- مولوی عطالله لودین

مولوي عطالله لودین د مولوي شمس الرحمن کاموي زوی، په ۱۳۴۰ کال کې د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. هغه په شرعیاتو کې د ليسانس په کچه زده کړې کړې. نوموړي د ولسي جرګې د غړي، د ننګرهار د مرافعې او د کابل د استیناف محکمې د رییس، د علماوو شورا د مرستيال او د ننګرهار د والي په توګه دندې ترسره کړې دي. لودین د حزب اسلامي ګوند پخوانی غړی و خو اوس د عبدالهادي ارغندیوال د اسلامي ګوند غړی دی. لودین دا مهال د مشرانو جرګې او له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۸- محمد رسول طالب:

محمد رسول طالب د حاجي لعل محمد زوی، په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلی. هغه د غزني ولايت د سلطان محمود لېسې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او بیا یې د کابل په طبي پوهنتون کې زده کړې کړې دي. طالب د خلق ډيموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال زنداني شوی هم دی، په ۱۳۶۵ کال کې یې په پېښور کې د نصر سازمان جوړ کړی، د وحدت اسلامي ګوند د مرکزي شورا د غړي، په پېښور کې د وحدت اسلامي ګوند د اړیکو د مسوول او په ولسي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې او د وحدت اسلامي او حزب اسلامي ترمنځ په مذاکراتو کې یې هم ونډه لرلې ده. محمد رسول طالب دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۹- حبيبه سرابي:

حبيبه سرابي د عبدالحميد لور ده او په ۱۳۳۶ هجري لمریز کال کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف کې زېږېدلې ده. نوموړې د کابل ښار د عايشې دراني له لېسې فارغه ده او د فارمسۍ په برخه کې یې د ليسانس سند د کابل له پوهنتونه ترلاسه کړی دی. دغه راز هغې د ښځو چارو د وزيرې او د باميانو د والي په توګه دندې ترسره کړې دي. سرابي دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړې ده.

۱۰- غيرت بهير:

غيرت بهير د حاجي ادم خان زوی، په ۱۳۳۵ هجري لمریز کال کې د پکتيکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. ده د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې دي. بهير د جهاد په دوران کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر، په استرالیا او سعودي عربستان کې د مجاهدینو استازی، د حزب اسلامي افغانستان د حکمتیار څانګې د سياسي کمېټې مشر او له حکومت سره د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي غړي په توګه دندې ترسره کړې دي. غیرت بهیر دا مهال د مشرانو جرګې او له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۱۱- عبدالحفيظ منصور:

حفيظ منصور د محمد حسين زوی، په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې د پنجشېر ولایت په رخه ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړي د لیسانس تر کچې زده کړې د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي کې کړې دي. هغه د باختر اژانس د مشر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست، د ملي راډيو ټلوېزيون د مشر او د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي. منصور د جمعیت اسلامي ګوند غړیتوب لري او دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۱۲- غلام فاروق مجروح

غلام فاروق مجروح د غلام صدیق زوی، په ۱۳۴۸ هجري لمریز کال کې د هرات ولایت په انجيل ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه د هرات د دارالعلم له لېسې فارغ شوی دی. مجروح د هرات فرقې د امنيت د مرستيال، د هرات د ګلران ولسوالۍ ولسوال په توګه دندې ترسره کړې دي. غلام فاروق مجروح له اسماعیل خان او ډاکتر عبدالله عبدالله سره ښې اړيکې لري او دا مهال د ولسي جرګې او له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۱۳- مولوي عنايت الله بليغ

مولوي عنايت الله بليغ د ضياءالحق زوی، په ۱۳۳۴ هجري لمریز کال کې په کاپيسا ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه د کابل له دارالعلوم څخه فارغ شوی او د شرعیاتو په برخه کې یې د کابل له پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. بلیغ د حج او اوقافو د وزیر، د کاپيسا پوهنتون د علمي مرستيال، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او د علماوو شورا د څېړنې او افتا څانګې د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړی د کابل د پل خيشتي جومات خطيب او له استاد عبدرب الرسول سياف سره ښې اړيکې لري. عنایت الله بليغ دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۱۴- باتور دوستم

باتور دوستم د عبدالرشید دوستم زوی، په ۱۳۶۷ هجري لمریز کال کې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. ده د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د ليسانس او ماسټرۍ په کچه زده کړې د ترکيې په «غازي» پوهنتون کې کړې دي. باتور دوستم د جنبش ګوند د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې او دا مهال  د ولسي جرګې غړی، د باتور خصوصي ټلوېزیون مشر او له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۱۵- کليم الله نقيبي:

کليم الله نقيبي د ملا نقيب الله زوی، په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. ده لومړنۍ زده کړې په کندهار او منځنۍ زده کړې یې په پاکستان کې کړې او د کندهار د صوفي صاحب له لېسې څخه فارغ شوی دی. کلیم الله نقیبي د جمعیت اسلامي ګوند غړیتوب لري، له استاد عطا محمد نور او ولسمشر اشرف غني سره ښې اړيکي لري او دا مهال له طالبانو سره د دولتد مذاکراتي ډلې غړی دی.

۱۶- محمد ناطقي:

محمد ناطقي په ۱۳۳۳ کال کې په بامیانو ولایت کې زېږېدلی دی. د هغه د زده کړو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو ځینې سرچینې وایي چې ناطقي خصوصي دیني زده کړې لري او په عراق کې یې هم د اسلامي فقهې په برخه کې زده کړې کړې دي. ناطقي چې د محقق په مشرۍ د «وحدت اسلامي مردم افغانستان» ګوند غړیتوب لري، له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۶ کال پورې په لیبيا کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او له هغه وروسته یې د بهرنیو وزارت د سلاکارانو د دفتر د غړي په توګه کار کړی. ناطقي د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې يې د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و او دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړې ده.

۱۷- جنرال ایوب انصاري:

جنرال ایوب انصاری د حاجی محمدهاشم خان زوی، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې زېږېدلی او ۴۹ کلن دی. پلار يې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په وخت کې د پارلمان غړی و. انصاري د ښوونې او روزنې په برخه کې ليسانس او په نظامي برخه کې تر ماسټرۍ کچې لوړې زده کړې لري. د طالبانو په حکومت کې د ترانسپورت وزارت مامور پاتې شوی دی او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هلمند د امنیه قوماندان د مرستیال، د هلمند د پولیسو د زون د جنايي تحقیقاتو د ريیس او د لوګر او هرات د امنیه فوماندان په توګه يې دندې ترسره کړې دي. 

۱۸- سید سعادت منصور نادري:

سيد سعادت منصور نادري د سيد منصور نادري زوی، په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلی او اصلاً د بغلان اوسېدونکی دی. نوموړي لومړنۍ زده کړې په کابل او بغلان کې کړې او د انګليستان د «وایتمورهیرو» له لېسې فارغ شوی او د نارت لندن له پوهنتون څخه يې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د ليسانس سند ترلاسه کړی دی. هغه د اغاخان بنسټ د ملي کونسل د اقتصادي کمېټې د مشر، د افغانستان بانک د مديره پلاوي غړی، د کار او ټولنيز چارو وزارت د سرپرست او د ښارو جوړولو د وزير په توګه دندې ترسره کړې دي. نادري د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ، د تېلو او موټرو سوداګر، د کانونو د کمپینو، د فاینسټ (Finest) او د (ICA) بېمې د شرکت مالک دی. سید سعادت منصور نادري دا مهال د سولې په چارو کې د دولت وزير او له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

۱۹- شریفه زرمتۍ وردګ:

شریفه زرمتۍ وردګ په ۱۳۴۷ کال کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې زېږدلې ده. هغې د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې د ليسانس په کچه زده کړې کړې دي. زرمتۍ د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د دې جرګې د غړې، ښوونکې، په رسنیو کې د خبریالې او ویاندې، په ملي راډیو ټلوېزیون کې د پروډیسرې، د ښځو چارو وزارت د ویاندې او د دغه وزارت د ټولنیزو چارو د سلاکارې په توګه دندې ترسره کړې دي. زرمتۍ د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې او د بشري حقونو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره پاتې شوې ده. شریفه زرمتۍ دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړې ده.

۲۰- خالد نور:

خالد نور د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائیه شورا د مشر عطامحمد نور زوی دی او په ۱۳۷۴کال کې په بلخ کې زېږېدلی دی. خالد نور په افغانستان کې د منځنیو زده کړو له ترسره کولو وروسته برېتانیا ته ولاړ او هلته یې د سندهرست په سلطنتي نظامي اکاډمي کې پوځي زده کړې وکړې. ده د امریکا په جورج میسون پوهنتون کې د مناقشاتو د تحلیل او حل په برخه کې د ليسانس په کچه زده کړې کړې او تر اوسه یې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د سولې په غیر رسمي خبرو کې په مسکو او دوحه کې برخه اخیستې ده. نور دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

  ۲۱- امين احمدي:
  ډاکتر محمد امین د بو

ستان زوی، په ۱۳۴۳ کال کې د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. ده د تهران له پوهنتون څخه په فلسفه او اسلامي حکمت کې دوکتورا ترلاسه کړې او په بېلابېلو پوهنتونونو کې د استاد او د کاتب خصوصي پوهنتون د رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي. احمدي د اساسي قانون د تدقیق کمېسیون او اساسي قانون د څارنې کمېسیون د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي. ډاکتر محمد امین دا مهال له طالبانو سره د دولت د مذاکراتي ډلې غړی دی.

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۹): له دولت سره د طالبانو د مذاکراتي ډلې نږدې ټول غړي تر ۴۰ کلونو ډېر عمرونه لري، ډېرو يې خصوصي دیني زده کړې کړې او د افغانستان له ۱۴ ولایتونو سره تړاو لري او د دې ترڅنګ ډېری یې د پکتیا او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.

له دغو کسانو پنځو یې د ګوانتانامو او یوه هم د بګرام زندان کلونه بند تېر کړی دی.

پژواک د طالبانو د مذاکراتي ډلې د ۲۳ کسانو لنډ ژوندلیکونه برابر کړي، د یادې ډلې د سرچينو له مخې، کېدای شي دوه یا درې يې په سفري اسنادو کې د ستونزو له امله ونه شي کولی په قطر کې په مذاکراتو کې ګډون وکړي، له همدې امله ښايي له دغه لېست څخه دوه یا درې کسان يې بدل شي او شمېر يې ۲۱ تنه شي.

١- مولوي شيخ عبدالحکيم حقاني:

مولوي شيخ عبدالحکيم حقاني د ملا خدای داد اخند زوی، د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان په کلي کې زېږېدلی دی. هغه اصلاً د کندهار د میوند ولسوالۍ د بند تیمور سیمې اوسېدونکی دی، ۵۳ کلن او په قوم اسحاقزی دی. نوموړی د حقانیه له مدرسې فارغ شوی دی. هغه له کندهاره د هلمند سنګين ولسوالۍ ته کډه شوی او د طالبانو له واکنۍ مخکې په یاده سیمه کې د یوه جومات ملا امام و. حقاني د طالبانو واکمنۍ مهال په محاکمو کې دنده ترسره کړې ده. د کوېټې په اسحاق اباد کې دیني مدرسه لري، تېر کال په دې مدرسه کې چاودنه وشوه چې د مولوي عبدالعلي او عبدالحلیم په نومونو دوه زامن او یو وراره یې په کې ووژل شول. دغه راز د طالبانو د سترې محکمې او دارالافتاء مشر هم دى او اوس د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري هم کوي.

۲- شېرمحمد عباس ستانکزى:

شېرمحمد عباس ستانکزى د پاچا خان زوی او په ۱۹۶۳ میلادي کال کې د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په عباس کلا کې زېږېدلی دی. ستانکزي په هند کې لوړې نظامي زده کړې کړې او پخوا یو نظامي افسر تېر شوى دی. نوموړی په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر طيب اغا له استعفا وروسته د یاد دفتر چارې د سرپرست په توګه ترسره کوي او په وروستیو کلونو کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د غړيتوب ترڅنګ يې ډېری وخت د ملا عبدالغني برادر د نه شتون په صورت کې د ياد دفتر مشري هم کوله.

ستانکزی د طالبانو ډلې د پرېکړو په برخه کې صلاحیت لرونکی کس بلل کېږي. هغه اوس د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستيال ټاکل شوى دى. ستانکزى په انګليسي، اردو، پښتو او دري ژبو روانې خبرې کوي. نوموړی د جهاد پر مهال د مولوي محمد نبي ګوند غ

ړی و او اوس یې کورنۍ د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې اوسېږي. دغه راز 

ستانکزي د طالبانو په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو د مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

۳- مولوي شهاب الدين دلاور:

مولوي شهاب الدين دلاور د لوګر د مشهور ديني عالم او په ظاهرشاهي دوره کې د پارلمان د غړي مولوي سيد اکبر زوی دی. نوموړي د طالبانو واکمنۍ مهال بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. دلاور چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړى دی او اوس له حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړيتوب هم لري، د طالبانو د واکمنۍ مهال په پېښور کې د کونسل او بيا یې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير په توګه کار کړی دی. دلاور په سعودي عربستان کې هم د طالبانو لپاره فعاليت درلود او وروسته یې بيا په کندهار کې د تميز محکمې د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې ده. دلاور په عربي، انګليسي، دري او پښتو ژبو روانې خبرې کوي او لوړې ديني زده کړې لري او اوس له خپلې کورنس سره په قطر کې اوسېږي.

۴- مولوي عبدالکبیر:

مولوي عبدالکبیر ۵۷ کلن او په اصل کې د پکتیا ولايت اوسېدونکى دى، خو کلونه په بغلان ولایت کې اوسېدلی دی. نوموړي د طالبانو په واکمنۍ کې د ننګرهار د والي او د ختیځ زون د تنظیمه رییس، دغه راز یې په کابل کې په اقتصادي چارو کې د وزیرانو شورا مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.

دی د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته په پېښور کې د طالبانو شورا مشر پاتې شوی او د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د افغانستان د دولت په خلاف په فعالیتونو هم بوخت و. مولوي عبدالکبیر د طالبانو د رهبرۍ شورا غړيتوب هم لري. هغه اوس د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی دی، له دې مخکې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسيون مشر و. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، مولوي کبیر په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلع کې پاکستاني پولیسو ونیو او له څو میاشتو زنداني کولو وروسته يې بېرته خوشی کړ.

۵- ملا خیرالله خیرخواه:

ملا خیرالله خیرخواه د سید ولي خیرخواه زوی او څه باندې ٥۳ کلن دی، د کندهار ولايت اصلي اسېدونکى دى. هغه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړى او اوس له حکومتي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړيتوب هم لري. خیرخواه د طالبانو واکمنۍ پر مهال نظامي قوماندان، د کورنيو چارو وزير او بيا تر ٢٠٠١ میلادي کال پورې د هرات والي و. هغه له ډیورنډ کرښې سره نږدې د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۱۶مه د پاکستاني پوځيانو له خوا ونيول شو او بیا یې امریکایانو ته وسپاره، شاوخوا ١٢ کاله یې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړل، له خوشي کېدو وروسته قطر ته راوستل شو او اوس هلته له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

۶- ملا محمد فاضل مظلوم:

ملا محمد فاضل مظلوم د اروزګان ولايت اصلي اوسېدونکى دی او ٥۳ کاله عمر لري. د پاکستان په مدرسو کې يې زده کړې ترسره کړې دي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزارت مرستیال، لوی درستیز او نظامي قوماندان پاتې شوى دی. فاضل د طالبانو له ماتې وروسته د ۲۰۰۱ زېږدیز کال په نومبر کې ځان د جنرال دوستم ملېشو ته تسلیم کړ او دوستم هغه امريکانو ته وسپاره، امریکانو د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱مه د ګوانتانامو زندان ته ولېږداوه او شاوخوا ١۳کاله يې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړل. فاضل په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړى او اوس له حکومتي پلاوي سره د طالبانو مرکچي پلاوي غړى هم ټاکل شوى دى. دی له خپلې کورنۍ سره په قطر کې اوسېږي.

۷- قاري دين محمد حنيف:

قاري دين محمد حنيف د بدخشان ولايت په يفتل ولسوالۍ کې زېږېدلى دی، ديني زده کړې يې په پېښور کې کړې او د طالبانو د واکمنۍ مهال یې د لوړو زده کړو او پلان د وزير په توګه دندې ترسره کړې دي. ده هماغه مهال د شمال له ايتلاف سره په ترکمنستان کې مذاکرات هم کړي دي. هغه په عربي او دري ژبو روانې خبرې کوي او نوموړى د طالبانو لومړنى کس بلل کېږي چې د جاپان په يوه پوهنتون کې د علمي سيمينار پر مهال د رسنيو پر وړاندې راڅرګند او د طالبانو په استازولۍ يې خبرې وکړې. اوس په قطر کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

۸- ملا اميرخان متقي:

ملا اميرخان متقي اصلاً د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکى دى. د ده کورنۍ هلمند ته ګډه شوې او هلته استوګنه اختیار کړې ده. متقي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې د وزير په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړی په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړيتوب ترڅنګ تر اوسه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند د دفتر رييس هم و، خو اوس تازه د هغه د دفتر له رياسته ګوښه او اوس د طالبانو له خوا له حکومت سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي غړى ټاکل شوى دى.

د یادونې ده، متقي د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د دې ډلې د فرهنګي چارو د کمېسیون د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

۹- ملا نورالله نوري:

ملا نورالله نوري شاوخوا ٥۳ کلن او د زابل ولايت اصلي اوسېدونکى دى. نوري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بلخ او لغمان د والي او د شمال زون د نظامي مسوول په توګه دندې ترسره کړې دي. هغه د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د ۲۰۰۱ زېږدیز کال په نومبر کې ځان د جنرال دوستم ملېشو ته تسلیم کړ او دوستم نوموړی امريکانو ته وسپاره او امریکانو بیا د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱مه د ګوانتانامو زندان ته ولېږداوه. نوري شاوخوا ١۳ کاله په ګوانتانامو زندان کې تېر کړل او اوس په قطر کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي او اوس له دولتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي غړی ټاکل شوی دی.

۱۰- ملا عبدالطيف منصور:

ملا عبدالطيف منصور د يارمحمد زوى او د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د هيبت خېلو کلي اصلي اوسېدونکى دى. شاوخوا ٥٥ کاله عمر لري. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د غړيتوب ترڅنګ، د بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی هم ټاکل شوی دی او د کويټې د شورا غړی و. منصور مخکې د مولوي نصرالله منصور په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي په ګوند پورې تړاو درلود. منصور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کرنې وزير و، ډېر عمر يې په پاکستان کې تېر کړى او له حقانيه مدرسې فارغ شوی دى. منصور اوس له خپلې کورنۍ سره په قطر کې اوسېږي او دغه راز د پخواني جهادي مشر مولوي نصرالله منصور وراره دى.

۱۱- مولوي عبدالسلام حنفي:

مولوي عبدالسلام حنفي د علي مردان زوى، په ١٣٤٨ کال کې د جوزجان ولايت د درزاب په ګردان کلي کې زېږېدلى دى. هغه په قوم ازبک دى، لومړنۍ ديني زده کړې يې په ياد ولايت او نورې لوړې ديني زده کړې يې د پاکستان په کراچۍ ښار کې کړې دي. هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فراه د معارف د رييس او بيا د پوهنې وزارت سرپرست پاتې شوى او د طالبانو له سقوط وروسته د جوزجان نظامي مسوول او بيا د طالبانو د رهبرۍ شورا غړى شو. حنفي اوس له حکومتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو له خوا د مرکچي پلاوي غړى ټاکل شوى دى. حنفي اوس له خپلې کورنۍ سره په قطر کې اوسېږي.

۱۲- ملا عبدالحق وثيق:

ملا عبدالحق وثيق د غزني ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى دى. هغه څه باندې ۴۹ کلن دی او د پاکستان د کوېټي د ضیاالمدارس په نوم مدرسه کې يې زده کړې ترسره کړې دي. وثيق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو د عمومي رياست مرستيال و. هغه امریکایانو د طالبانو د نظام ړنګېدو پر مهال په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کې ونیو او ګوانتانامو زندان ته یې ولېږداوه. وثیق په ګوانتانامو کې له شاوخوا ۱۲ کاله زندان تېرولو وروسته په خوست ولايت کې د يوه امريکايي سرتېري د خوشي کېدو په بدل کې له ګوانتانامو زندانه خوشی او قطر ته ولېږدول شو. وثیق له امريکايانو سره د طالبانو په ١١ مياشتنيو ټولو ناستو کې د تړون تر مهاله، حضور درلود او اوس له دولتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی دی. وثيق له خپلې کورنۍ سره په قطر کې اوسېږي.

۱۳- مولوي مطيع الحق خالص:

مولوي مطيع الحق خالص د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او د پخواني جهادي رهبر مولوي خالص زوى دی. د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. د مجاهدينو په واکمنۍ کې د ننګرهار د پوهنې رييس و، د طالبانو په واکمنۍ کې يې دنده نه لرله. هغه له طالبانو وروسته له مولوي محمد یونس خالص سره بهر ته کډوال شو. نوموړي د څه وخت لپاره د تورې بوړې محاذ په نوم ځانګړې جبهه جوړه کړې وه او اوس له دولتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ټاکل شوی دی.

١۴- محمدنبي عمري:

محمدنبي عمري ٥۴ کلن او د خوست ولايت اصلي اوسېدونکى دی. نوموړي له ۱۹۹۶ زېږدیز کال وروسته له طالبانو سره په نظامي برخه کې کار کړی او د زابل د ملي امنیت ريیس هم پاتي شوی دی. عمري د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۴مه په خوست کې ونیول شو او د بګرام له نظامي اډې څخه د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو، نږدې ١٢کاله يې د ګوانتانامو په زندان کې تېر کړل. عمري د طالبانو د واکمنۍ مهال څو نظامي مسووليتونه ترسره کړي دي. هغه د حقاني شبکې او حزب اسلامي غړی پاتې شوی او دغه راز اوس په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر او د طالبانو د مرکچي پلاوي غړى دى. عمري له خپلې کورنۍ سره په قطر کې اوسېږي.

۱۵- ملا عبدالمنان عمري:

ملا عبدالمنان عمري د اروزګان اوسېدونکی او په قوم هوتک دى. نوموړی د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد میرنی ورور دى. عمري د طالبانو د رهبرۍ شورا غړيتوب هم لري او اوس له دولتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ټاکل شوی دی. هغه تر اوسه د طالبانو په ډله کې د دعوت او ارشاد کمېسيون مشر و. عمري په پاکستان کې ژوند کوي او دیني زده کړې لري.

۱۶- ډاکتر محمد نعيم:

ډاکتر محمد نعیم د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکي دی. نوموړی د دې ولسوالۍ له شهادت مدرسې فارغ شوی، لوړې ديني زده کړې يې د پاکستان په حقانيه مدرسه کې کړې دي او په عربي ژبه کې یې د اسلام اباد له اسلامي پوهنتونه دوکتورا اخيستې ده. هغه د پښتو او دري ترڅنګ په انګليسي او عربي ژبو هم خبرې کولای شي. نوموړی په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستل کېدو پر مهال د دغه دفتر د وياند په توګه وټاکل شو، بیا له څه مودې وروسته سهیل شاهين د هغه پر ځاى غوره شو، خو محمد نعیم له امريکانو سره د خبرو پر مهال د طالبانو د پلاوي غړيتوب درلود او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړى و. دی اوس د سهیل شاهين پر ځاى په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند په توګه ټاکل شوى او دغه راز د طالبانو د مرکچي پلاوي غړى هم دى.

۱۷– سهيل شاهين:

سهيل شاهين د پکتيا د توتاخېلو په سيمه کې زېږېدلى او لوړې زده کړې يې د اسلام اباد په پوهنتون کې کړې دي. نوموړی په انګليسي ژبه روانې خبرې کوي، ليکوال دى او ډېر اثار يې ليکلي دي. شاهین د طالبانو د حاکميت پر مهال د کابل ټايمز اخبار مسوول و، په اسلام اباد کې یې د افغانستان په سفارت کې د دويم درجه ډيپلوماټ او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه هم دندې ترسره کړې دي. هغه د جهاد پر مهال د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ګوند غړى و. شاهین په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس له حکومتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړى ټاکل شوى دى. شاهین له خپلې کورنۍ سره په قطر کې اوسېږي.

۱۸- انس حقاني:

انس حقاني څه کم ٤٠ کاله عمر لري او د پکتيا ولايت اصلي اوسېدونکى دى. نوموړي د مشهور جهادي مشر جلال الدين حقاني زوى او د حقاني شبکې د موسس سراج الدين حقاني ورور دى. دی د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې په ۲۴مه نیول شوی او په بګرام کې له ۶ کاله زندان تېرولو وروسته قطر ته ولاړ او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د غړي ترڅنګ اوس له حکومتي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړى هم دى. حقاني اوس په قطر کې اوسېږي، خو نوره کورنۍ يې په پاکستان ګې ژوند کوي.

۱۹- ملا محمد شېرين اخوند:

ملا محمد شېرين اخند د کندهار ولايت اوسېدونکى دى او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا محمد عمر مجاهد د امنيت مسوول و. هغه د طالبانو د پېښور شورا مرستيال، د نظامي استخباراتو مشر او د کندهار والي هم و.

۲۰- شیخ محمد قاسم:

شیخ محمد قاسم د کندوز ولایت اوسېدونکی او په قوم ترکمن دی، ۵۵ کاله عمر لري، لوړې دیني زده کړې یې په پاکستان کې کړې او اوس په دغه هېواد کې اوسېږي او ديني مدرسه هم لري. محمد قاسم مخکې د طالبانو په حکومت کې دنده نه درلوده او اوس له حکومتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی دی.

۲۱- مولوي عبدالغني:

مولوي عبدالغني د بدخشان اوسېدونکی دی او اوس له دولتي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړيتوب لري.

۲۲مولوي عبدالکریم:

مولوی عبدالکریم د هرات اصلي اوسېدونکی دی او شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري. نوموړي لوړې دیني زده کړې په پاکستان کې کړې او په قوم اسحاقزی دی. هغه د ملا برادر له نږدې کسانو څخه دی. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې دنده معلومه نه ده. مولوي عبدالکریم په پاکستان کې اوسېږي او اوس له دولتي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی دی.

۲۳- مولوي فريدالدين:

مولوي فريدالدين د پکتيکا ولايت اوسېدونکى، پخوانی جهادي قوماندان او په قوم سلیمانخېل دی. هغه د غزني ولایت له نورالمدارس څخه فارغ شوی دی. دی د شهید مولوي نصرﷲ منصور له نږدې ملګرو څخه دی او خپله جبهه یې درلوده. مولوی فریدالدین اوس له دولتي پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی دی.

 

Views: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.