ژبه

د سولې خبرو کې اختلافي موضوعات شته خو«سوله» د دواړو لورو توافقي ټکی دی

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): د چارو د شنونکو په اند، اساسي قانون، د ښځو حقونو، بیان ازادۍ او د حکومت څرنګوالی او اوربند به د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې اختلافي ټکي وي، خو «سوله» د دواړو لورو توافقي ټکی دی.

د دواړو لورو ځینې سرچینې او د چارو شنونکي دا ټول تمه لري چې اختلافي ټکي به د خبرو له لارې حل شي او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې به مثبته پایله ولري.

ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د ۱۳۸۹ کال د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې لس ورځې وروسته پیل شي، خو د طالبانو د ۵۰۰۰ او د حکومت د زرو بندیانو پر خوشي کېدو د ځینو اختلافونو له امله شاوخوا شپږ میاشتې وځنډېدې او پرون (د ۱۳۹۹ کال د وږي ۱۲مه) د بندیانو له خوشي کېدو وروسته د دواړو لورو (دولت او طالبانو) او دغه راز لسګونو دولتونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په قطر کې پیل شوه.

د راپورونو له مخې، په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې له رسمي مراسمو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د پېژندګلوۍ په ناسته کې يوه ګډه کمېټه جوړه شوه، څو د سولې خبرو د رسمي پیل پر څرنګوالي، د خبرو پر اصولو، د خبرو لپاره د اسانتیاوو برابروونکو پر څرنګوالي، د ګډې دارالانشاء پر جوړولو او د خبرو پر اجنډا بحث او توافق وکړي او له هغه وروسته د دواړو لوریو د مرکچي پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې او بحثونه پیل شي.

خو دا چي د دواړو خواوو ترمنځ کوم اختلافي موضوعات شته؟ په اړه یې د چارو شنونکي بېلابېلا نظرونه لري، خو ټول وایي چې «سوله» د دواړو لورو توافقي ټکی دی.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، هر څومره چې د حکومت او طالب مرکچیانو ترمنځ مشترک (توافقي) موضوعات زیات وي، ژر به یوې پایلې ته ورسېږي او که چېرته اختلافي موضوعات زیات شول، بیا به خلک د سولې ارمان ته د رسېدو لپاره نور هم سرګردانه کړي.

د ده په وینا، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پیل ښیي چې سوله د دواړو لورو ترمنځ توافقي ټکی دی.

خو هغه زیاتوي چې حکومت به د بین الافغاني خبرو پر مهال په جمهوریت، شته لاسته راوړنو، دایمي اوربند او د اساسي قانون پر ساتنه ټینګار وکړي، خو طالب لوری به د شته جمهوري حکومت پر انحلال، د اسلامي امارت پر ټنګښت، د وسله والو ځواکونو پر تجزیه او په نظامي او نورو برخو کې د طالبانو او د هغوی پلویانو پر پراخ ګډون ټینګار وکړي.

د هغه په اند، دغو اختلافي موضوعاتو ته په پام تمه نه کېږي چې دولت او طالبان په لومړۍ او دویمه ناسته کې پایلې ته ورسېږي.

دی زیاتوي: «زما له نظره ژر د وینو درېدو لپاره تمه په کار نه ده، خو هيله شته چې په ورو، ورو د افغانانو هيله پوره شي او سولې ته ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار هم وایي چې سوله د دواړه لوریو توافقي ټکی دی، خو هغه زیاتوي چې اساسي قانون، د ښځو حقونو، بیان ازادۍ او د حکومت څرنګوالی به د دواړو لوریو تر منځ اختلافي ټکي وي؛ ځکه چې طالبان غواړي په دې برخه کې د اسلامي اصولو په رڼا کې بدلونونه راشي.

د هغه په اند کېدای شي له یادو اختلافي ټکو پر ځینو ډېر او سخت خو پر ځینو یې لږ بحثونه وشي.

login or register a new account.