غزني ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٩): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې د نا امنيو له امله د نجونو لپاره هیڅ ښوونځي نه دي فعاله شوي او زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.
د غزني د پوهنې رييس محب الرحمن انصار د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ او ځينو نورو ستونزو له امله زرګونه نجونې له زده کړو څخه بې برخې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې،د دغه ولايت په اجرستان، ناوه، اب بند، ګيلان، واغظ، اندړ، ګيرو، زنخان، خوږياڼي او رشيدانو ولسواليو کې د نجونو لپاره ښوونځي نشته دي.
ده زياته کړه: ((زموږ د محاسبې له مخې يواځې په دغو لسو ولسواليو کې ١٧٣ زره نجونې له زده کړو څخه بې برخې دي.))
د پوهنې رييس وايي چې په يادو لسو ولسواليو کې د ناامنيو له امله دوى نه شي کولاى د نجونو لپاره ښوونځي فعاله او ښوونکي ورته استخدام کړي.
انصار وايي: ((دا د دې نجونو له راتلوونکي سره سخته جفا ده، موږ ډېره هڅه وکړه خو طالبان اجازه نه ورکوي او زياتره په هغو سيمو کې د نجونو د زده کړو مخه نيول شوې چېرته چې پښتانه اوسيږي.))
د نوموړي په وينا، د يادې ستونزې د حل لپاره يې څو ځلې له طالبانو سره اړيکه نيولې، خو مثبتې پايلې ته نه دى رسېدلى.
ده وويل: ((ځينې طالبان شته چې د ښوونځيو پرانيستل غواړي، خو وايي چې په واک کې نه دي او له پورته نه ورته امر شوى چې د نجونو ښوونځيو ته بايد اجازه ور نه کړي.))
د هغه په خبره، په ټوليزه توګه په ټول غزني کې شاوخوا څلور سوه زره کسان له زده کړو څخه بې برخې دي چې اتيا سلنه يې نجونې دي.
د غزني د پوهنې رييس له خلکو ګېله وکړه چې د نجونو لپاره د ښوونځيو په فعالولو او د يادې ستونزې په حل کې اړينه همکاري نه ورسره کوي.
د اندړو ولسوالۍ يوې اوسېدونکې ارزو پژواک ته وويل چې د دغه ولايت زرګونه نجونې له زده کړو څخه بې برخې دي.
هغې زياته کړه: ((کومې کورنۍ چې وس او توان لري، غزني ښار او يا هم نورو ولايتونو ته تللې دي او په خپلو بچيو زده کړې کوي خو د چا چې اقتصادي وضعيت ښه نه دى او همدلته اوسيږي، نو بچيان يې په ځانګړي ډول لوڼې يې له زده کړو پاتې دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن