منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د غزني لسو ولسواليو کې ١٧٣زره نجونې له زده کړو بې برخې دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

غزني ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٩): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې د نا امنيو له امله د نجونو لپاره هیڅ ښوونځي نه دي فعاله شوي او زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د غزني د پوهنې رييس محب الرحمن انصار د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ او ځينو نورو ستونزو له امله زرګونه نجونې له زده کړو څخه بې برخې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې،د دغه ولايت په اجرستان، ناوه، اب بند، ګيلان، واغظ، اندړ، ګيرو، زنخان، خوږياڼي او رشيدانو ولسواليو کې د نجونو لپاره ښوونځي نشته دي.

ده زياته کړه: ((زموږ د محاسبې له مخې يواځې په دغو لسو ولسواليو کې ١٧٣ زره نجونې له زده کړو څخه بې برخې دي.))

د پوهنې رييس وايي چې په يادو لسو ولسواليو کې د ناامنيو له امله دوى نه شي کولاى د نجونو لپاره ښوونځي فعاله او ښوونکي ورته استخدام کړي.

انصار وايي: ((دا د دې نجونو له راتلوونکي سره سخته جفا ده، موږ ډېره هڅه وکړه خو طالبان اجازه نه ورکوي او زياتره په هغو سيمو کې د نجونو د زده کړو مخه نيول شوې چېرته چې پښتانه اوسيږي.))

د نوموړي په وينا، د يادې ستونزې د حل لپاره يې څو ځلې له طالبانو سره اړيکه نيولې، خو مثبتې پايلې ته نه دى رسېدلى.

ده وويل: ((ځينې طالبان شته چې د ښوونځيو پرانيستل غواړي، خو وايي چې په واک کې نه دي او له پورته نه ورته امر شوى چې د نجونو ښوونځيو ته بايد اجازه ور نه کړي.))

د هغه په خبره، په ټوليزه توګه په ټول غزني کې شاوخوا څلور سوه زره کسان له زده کړو څخه بې برخې دي چې اتيا سلنه يې نجونې دي.

د غزني د پوهنې رييس له خلکو ګېله وکړه چې د نجونو لپاره د ښوونځيو په فعالولو او د يادې ستونزې په حل کې اړينه همکاري نه ورسره کوي.

د اندړو ولسوالۍ يوې اوسېدونکې ارزو پژواک ته وويل چې د دغه ولايت زرګونه نجونې له زده کړو څخه بې برخې دي.

هغې زياته کړه: ((کومې کورنۍ چې وس او توان لري، غزني ښار او يا هم نورو ولايتونو ته تللې دي او په خپلو بچيو زده کړې کوي خو د چا چې اقتصادي وضعيت ښه نه دى او همدلته اوسيږي، نو بچيان يې په ځانګړي ډول لوڼې يې له زده کړو پاتې دي.))

د اړوندې موضوع په اړه د ګيلان ولسوالۍ قومي مشر عزت الله مومن يار پژواک ته وويل چې د نجونو ترڅنګ په دغه ولايت کې هلکان هم له زده کړو بې برخې دي.

ده له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو لپاره د زده کړو زمينه برابره او په دغه برخه کې له يو بل سره همکاري وکړي.

خو بل لورته طالبان بيا وايي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې دوى هيڅ ډول خنډ نه جوړوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ولسواليو کې د نجونو د زده کړو لپاره زمينه نه ده برابره شوې.

هغه وايي: ((مکتبونه ورته نه دي جوړ شوي، خپله خلک دومره وس نه لري چې ځانته ښوونځي جوړ کړي، که زموږ له تعليمي کمېسيون سره اړيکه ونيول شي، نو دغه ستونزه به هواره شي.))

د يادونې ده چې په غزني کې شاوخوا شپږ سوه ښوونيز مرکزونه دي چې زرګونه کسان په کې زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه