کندهار (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د کندهار دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د جګړې د وروستیو پېښو د قربانیانو لپاره د قران کریم ختم وکړ او په هېواد کې یې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
دغه راز د غونډې په وروستۍ برخه کې په تمثیلي بڼه د جګړې تابوت هم خاورو ته وسپارل شو.
دغه غونډه د کندهار ښار په زړه قول اردو کې جوړه شوې وه چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.
غونډې ته مدني فعال اغا ولي باراني وویل، له بده مرغه په هېواد کې په داسې حال کې جګړه تونده شوې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، د ولس تمه دا وه چې د بین الافغاني خبرو له کمېدو سره به تاوتریخوالی کم شي خو له بده مرغه چې لا زیات شوی او ډېری قربانیان یې بیا هم عام وګړي دي.
ده پر ولس غږ وکړ چې د جګړې د درېدو او اوربند لپاره خپل غږ اوچت کړي.
باراني وايي، نور په هېواد کې د جګړې لپاره هیڅ بهانه نه ده پاتې، خو سولې ته زمینه برابره شوې او ټول په دې برخه کې د پرمختګ په هیله دي.
د کندهار بل مدني فعال عثمان برکت وویل، له بده مرغه د جګړې وروستۍ پیل شوې څپې نه یوازې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه کړې، بلکې خپلو کورونو پرېښودلو ته یې هم اړ کړي دي.
نوموړي د بېلګې په توګه د هلمند وروستۍ جګړې یادې کړې چې قربانیان یې عام وګړي دي.
هغه زیاته کړه، خلک نور د دغه حالت د دوام توان نه لري، د جګړې ښکېلې غاړې باید د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
دیني عالم مولوي محمد حق وسله وال طالبان مخاطب کړل او پر هغوی یې د روان ظلم او وحشت درولو غږ وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن