ژبه

خليلزاد: افغان حکومت او طالبان دې د امتياز غوښتلو جګړه پاى ته ورسوي

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٩) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، پر کابل پوهنتون برید وښوده چې طالبان او افغان حکومت باید د یو بل پر وړاندې د امتیاز غوښتلو جګړه پای ته ورسوي.

پرون يوه ډله وسله والو کسانو پر کابل پوهنتون بريد وکړ چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ٢٢ تنه ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.

داعش ډلې د دغه بريد مسووليت منلى دى.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون بريد په کلکه غندلى او دا يې د داعش ډلې کار بللی دی.

نوموړي زياته کړې، دغه بريد وښوده چې په سیمه کې نورې ترهګرې ډلې هم شته او د افغانانو ګډې دښمنې دي چې پر وړاندې یې جدي مبارزې ته اړتیا ده.

خو بايد وويل شي چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د نورو ډلو شتون ردوي او وايي چې د حکومت پرضد يواځينۍ فعاله وسله واله ډله دوى دي.

خليلزاد ويلي، طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې د امتیازاتو لپاره د یو بل پر ضد روانه کړې جګړه پای ته ورسوي، ژر تر ژره د سولې یو توافق رامنځ ته کړي، د ګډ دښمن پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.

login or register a new account.