تاشکند (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د ازبکستان ولسمشر د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د سیمه ییز اتصال، رېل پټلۍ جوړېدو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخو کې مرسته وکړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ او نن له ماسپښین وروسته (چهار شنبې د لړم ۲۱مه) یې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف دغه هېواد ته د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
د ازبکستان ولسمشر وویل، هېواد یې له افغانستان سره هر اړخیزو مرستو ته تیار دی او د افغانانو په مالکیت د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
د ازبکستان ولسمشر زیاته کړه، هېواد يې له افغانستان سره ښو مناسباتو ته ځانګړی ارزښت ورکوي او تیار دی چې له دغه هېواد سره د سیمه ییز اتصال، د اوسپنې پټلۍ جوړېدو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخو کې مرسته وکړي.
د ازبکستان ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د خپل هېواد مسوولینو ته یې امر کړی چې د کاري لومړیتوبونو په توګه د افغانستان اړوند قضیو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د سولې ټينګښت او په دې برخه کې همکاري یې یوه هیله ده او تیار دی چې په یاده برخه کې له افغانستان سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په یاده لیدنه کې د ازبکستان له ولسمشره د نوموړي او ورسره پلاوي د ګرم هرکلي په پار مننه وکړه.
عبدالله د سولې له هڅو د ملاتړ او له افغانستان سره د مرستو په خاطر د ازبکستان ولسمشر او دغه هېواد وستایل.
نوموړي د شانګهای همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د افغان سولې له هڅو د ازبکستان د ولسمشر د دفاع دریځ وستایه.
عبدالله په خپلو خبرو کې د سولې د هڅو، په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت، د دوحې مذاکراتو او سولې ته د رسېدو په برخه کې د فرصتونو او ننګونو روښانه انځور وړاندې کړ.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ټینګار وکړ چې افغان دولت تیار دی چې د سولې له ترلاسه شوي فرصته چې نړیوال ملاتړ هم لري، استفاده وکړي او په دې برخه کې یې عمده او اساسي ګامونه پورته کړي.
login or register a new account.