ژبه

​د سره صلیب کمېټه: هم مهاله سوله او جګړه منطقي نه دي، باید تاوتریخوالی کم شي

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د سره صلیب نړیوالو کمېټه هم مهاله د سولې خبرې او جګړه منطقي نه بولي او وایي چې په افغانستان کې ښکېل اړخونه باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره د ملکي خلکو او عامه ځایونو له په نښه کولو لاس واخلي.

د یادې کمېټې مشر رابرټ ماردیني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د افغانستان خلک اوس مهال پر جنګ سربېره د کرونا وبا له ګواښ سره هم مخ دي او په داسې حالت کې نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغانانو ملاتړ وکړي.

دی وايي، د سره صیلب نړیواله کمېټه له ۳۳ کلونو راهیسي په افغانستان کې د خلکو خوندیتوب لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره کار کوي او خپلو دغو هڅو ته به ادامه ورکړي.

مارډیني چې درې ورځې مخکې افغانستان ته راغلی، وایي چې په دغه سفر کې یې د جګړې له اړخونو، عامو خلکو، مدني ټولنو، متنفذینو او ځینو مسوولو ادارو سره لیدلي دي.

هغه په افغانستان کې د روانې جګړې پر مهال پر عامه خلکو او عامه ځایونو لکه روغتونونو او نورو بریدونو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د عامو خلکو او عامه ځایونو خوندیتوب لپاره باید اړینې هڅې وشي.

د ده په وینا، له یوې خوا د سولې لپاره خبرې او له بلې خوا جګړه او تاوتریخوالی منطقي نه دي؛ اړخونه باید د تاوتریخوالي کمېدو لپاره د ملکي خلکو او عامه ځایونو له په نښه کولو لاس واخلي.

هغه د سولې د بین الافغاني خبرو له پلاویو وغوښتل چې د خپلمنځي خبرو پر مهال ټول بشري حقونه په نظر کې ونیسي. دی وایي د تاوتریخوالو کمول د دې لامل کیږي چې خلک خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دی وايي، نړیوالو بشري حقونو ته درناوی نه یوازې د سولې خبرو ترسره کولو لپاره مهم دي؛ بلکې د نورو ټولنیزو ستونزو پر حل هم اغیز لري چې د جګړې دواړه لوري باید ورته پاملرنه وکړي.

د ده په وینا، د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د تاوتریخوالیو کمېدو لپاره پر ښکېلو لورو فشار نه شي راوړلی خو هڅه کوي چې د خدمتونو، څارنې او د عامو خلکو خوندیتوب لپاره د کړنو په ترسره کولو سره لوري دې ته قانع کړو چې تاوتریخوالی راکم کړي.

هغه وایي، په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې د روانې نوامبر میاشتې په ۲۳مه او ۲۴مه، د افغانستان لپاره د مرستو را جلبولو نړیواله غونډه په جینوا کې جوړېږي.

ده وویل، د سره صلیب نړیواله کمېټه د نړیوالې مرستندویې کمېټې په توګه د افغانستان په اړه پر شته اندېښنو پوهېږي او د جینوا په غونډه کې به یې شریکې کړي.

دی وایي هیله لري چې نړیواله ټولنه د جینوا په غونډه کې د افغانستان د ستونزو لرې کولو په موخه له افغانستان د مالي مرستو ژمنه وکړي.

login or register a new account.