ژبه

​د اروزګان دهراوود ولسوالۍ طالبانو نيولې ده

ترينکوټ (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې په دهراوود ولسوالۍ کې جګړه وه خو تېره شپه طالبانو نيولې ده.

د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د ولسوالۍ مقام، د امنیې قوماندانۍ، د ملي امنیت مدیریت او نورې ټولې دولتي ودانۍ نيولې دي.

کریمي وایي چې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

د ولسوالۍ امنیه قوماندان زیاتوي: ((موږ تېره شپه له ولسوالۍ لرې په یوې دښتې کې شپه تېره کړې او د بیا ځلي لاس ته راوړلو لپاره یې تر اوسه هېڅ پلان نشته.))

يو شمېر نورو ځایي سرچينو هم تېره شپه د طالبانو له خوا د دهراوود ولسوالۍ د سقوط خبره تاييد کړې ده.

په دې اړه يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه ټول امنیتي سرتېري او مسوولین د کمپ په نوم د ملي اردو يوه کنډک ته ولاړل او د ولسوالۍ ودانۍ یې طالبانو ته پرېښوده.

سرچینه وایي چې طالبان اوس د دهراوود ولسوالۍ د ټولو دولتي ودانیو واک په لاس کې لري.

بل لور ته طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.