ژبه

د نورستان د کليو پراختيا رييس له درېيو کارکوونکو سره تښتول شوى

اسعد اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : د نورستان د کليو پراختيا رييس له خپلو دريېو کارکوونکو سره د کونړ ولايت په مربوطاتو کې تښتول شوى دى.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د دغه ولايت د چپې درې ولسوالۍ په درملوک سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د نورستان د کليو د پراختيا رييس سيد معصوم سعيدي له خپلو کارکوونکو سره پارون ښار ته روان وو، چې په لاره کې د وسله والو مخالفينو له خوا له موټره ښکته او وړل شوي دي.

دى وايي، له دوى سره يو پوليس په ساده جامو کې و، چې د وسله والو له خوا همالته وژل شوى دى.

د نورستان د والي وياند سعيد مومند د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې د قومي مشرانو په مرسته يې هڅې پيل کړې دي، څو تښتول شوي کسان په خوندي توګه خوشې شي.

نوموړي ددغو کسانو د وژل کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع