ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د سولې طرز العمل نهایي او ستانکزی د مشورو لپاره کابل ته راغلی

سرچینه: د سولې طرز العمل نهایي او ستانکزی د مشورو لپاره کابل ته راغلی

author avatar
19 Nov 2020 - 21:41
سرچینه: د سولې طرز العمل نهایي او ستانکزی د مشورو لپاره کابل ته راغلی
author avatar
19 Nov 2020 - 21:41

کابل(پژواک, ۲۹لړم ۹۹): یوه باوري سرچینه وایي چې د سولې خبرو طرزالعمل ددولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له خوا نهایي شوی دی.
دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په خبر کې خپور شي د لړم په ۲۹مه پژواک اژانس ته وویل چې دده د معلوماتو په اساس د سولې خبرو طرزالعمل چې له څه باندې دوه میاشتو راهیسې پرې بحث روان وو اوس نهایي شوی دی.
سرچینې ددغه طرزالعمل د نهایي کېدو د څرنګوالي په اړه جزییات شریک نه کړل.
سرچینې دغه راز وویل چې د طرزالعمل له نهایي کېدو وروسته ددولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي نن کابل ته را روان شوي دي.
سرچینې کابل ته د ستانکزي او رحيمي د راتګ موخه د یاد طرزالعمل په اړه له ولسمشرغني سره سلا مشوره او د هغه موافقه یاد کړل.
دغې سرچینې د یادو دوه چارواکو تګ کابل ته د لنډ وخت لپاره وباله او ویې ویل چې ژر به بېرته دوحې ته ستانه شي.
دغه راز نن ددولت مرکچي پلاوي یوه غړي او په قطر کې یوبلې سرچینې پژواک ته ویلي و چې دسولې خبرو د طرزالعمل د نهایي کېدو هیلې زیاتې شوي,خبرو کې تېزوالی راغلی او راتلوونکې اوونۍ ممکن د سولې خبرو په اجنډا بحث پیل شي.
ددې ترڅنګ پخواني طالب چارواکي عبدالسلام ضعیف نن په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي و چې داسې برېښي چې د سولې خبرو طرزالعمل نهايي شوی دی او دا یې د سولې خبرو په برخه کې مهم پرمختګ بللی و.
دغه راز یوشمېر نورو ناتایید شویو سرچینو هم د طرزالعمل د نهایي کېدو خبرونه ورکړي دي.
د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د سولې خبرو لپاره په دوحه د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل (مبنا) باله خو ددولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخته بیولو لپاره یې د اصل په توګه نور وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل .
دغه او په ځینو نورو مسایلو اختلاف ددې لامل شو چې دطرزالعمل په اړه بحث څه باندې دوه میاشتو ته اوږد شو او وخت ناوخته به خبرې له ځنډ سره مخ کېدې او ناستې به په خپل وخت نه ترسره کېدې.
د یادونې ده چې څه باندې دوه میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې. دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو شل د بهرنیو چارو وزیرانو او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم برخه درلوده.

د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه ترڅو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي, خو په ځینو مادو د اختلاف له امله یاد طرزالعمل نه و نهایي شوی چې ترڅنګ يې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او دسولې خبرو په اړه د خلکو نیوکې زیاتې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.