ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د یوې روغتیایي موسسې د ورک شوي جنراتور په تړاو درې تنه ونیول شول

کابل کې د یوې روغتیایي موسسې د ورک شوي جنراتور په تړاو درې تنه ونیول شول

author avatar
19 Nov 2020 - 10:19
کابل کې د یوې روغتیایي موسسې د ورک شوي جنراتور په تړاو درې تنه ونیول شول
author avatar
19 Nov 2020 - 10:19

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): پولیسو د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د «ابن سینا افغانستان خصوصي موسسې» د لوی ورک شوي جنراتور په تړاو درې کسان نیولي دي. 

پژواک خبري اژانس د لړم په ۲۵ مه راپور ورکړ چې کابل کې د ابن سینا افغانستان موسسې، یو لوی جنراتور ورک شوی دی.

د ولسمشر دوېیم مرستیال امرالله صالح نن (د لړم ۲۹مه) پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې په دغه تړاو درې کسان نیول شوي دي. 

ده په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې امر  څارمن اجمل احمدزي مخکې پژواک ته ویلي و، د پولیسو لومړنۍ موندنې ښيي چې د احمدشاه بابا روغتون او ابن سینا موسسې ځینې کارکوونکي په دې قضیه کې ښکېل دي.

د ابن سینا افغانستان خصوصي موسسه  مشر ډاکټر انورالحق جبارخېل د لړم په ۲۵مه پژواک ته ویلی و چې د موسسې د ودانۍ تهکاوي او لومړی پوړ د احمدشاه بابا دولتي روغتون په واک کې دي او د یادې ټولې ودانۍ امنیت هم د دغه روغتون پر غاړه دی.

خو د احمدشاه بابا روغتون مشر عبدالستار حنانزى ویلي و چې ورک شوی جنراتور د احمدشاه بابا روغتون پورې اړه نه لري، جنراتور د یادې موسسې ملکیت دی او يادې ودانۍ امنیتي چارې هم په دغه روغتون پورې اړه نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.