ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان کې له هرو درېیو روغتیايي مرکزونو یو يې د اوبو رسونې خدمتونو ته لاسرسی نه لري”

14 Dec 2020 - 17:50
14 Dec 2020 - 17:50

کابل (پژواک ۲۴ لیندۍ ۹۹): د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف وايي، په افغانستان کې له هرو درېیو روغتیايي مرکزونو یو مرکز د اوبو رسونې خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له هرو ۴ مرکزونو څخه یو مرکز د تشنابونو خدمات نه لري.

دغه مطلب د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په ګډه مطبوعاتي خبرپاڼه کې بیان شوی دی او زياته کړې ده، د اوبو نه شتون، په کوویډ -۱۹ ناروغۍ د روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو د اخته کېدو خطر ډېروي.

په خبرپاڼه کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له خوا خبرداری ورکړل شوی چې [په نړۍ کې] شاوخوا ۱.۸ میلیارد تنه په داسې روغتیايي مرکزونو کې د کار کولو یا له دغو مرکزونو څخه د ګټه اخیستنې له امله په کوویډ -۱۹ او نورو ناروغیو د اخته کېدو له شدید خطر سره مخامخ دي چې د اوبو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د مشر ډاکټر تدروس اډهانوم ګېبریاسوس وايي: «په داسې یوه روغتیايي مرکز کې کار کول چې اوبو، تشنابونو او پاکۍ (WASH) ته لاسرسی نه لري، د دې په څېر دي چې ډاکټران او نرسان د ځان ساتنې له وسایلو پرته دندې ته واستول شي.».

نوموړی زیاتوي: «په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، تشنابونو او پاکۍ د خدمتونو چمتو کول، له کوویډ -۱۹ څخه د مخنیوي لپاره یو اړین امر دی. خو لاهم په دې اړه په ځانګړې توګه لږ پرمختللیو هېوادونو کې نیمګړتیاوې شته چې باید پرې برلاسي شو.»

سرچينه کاږي، د اوبو، تشنابونو او پاکۍ خدمتونه د روغتیايي پرسونل او ناروغانو په خوندیتوب کې ژواکیز او بنسټیز رول لري، خو بیا هم د دغه شان خدمتونو چمتو کول په کاري لومړیتوبونو کې نه دي نیول شوي. د ټولې نړۍ په کچه له هرو ۴ روغتیايي مرکزونو یو یې د اوبو رسونې خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ له هرو ۳ روغتیايي مرکزونو، یو مرکز د تشنابونو یا فاضلابو خدمتونه نه لري* او بیا هم له هرو ۳ مرکزونو یو یې کثافات په خوندي بڼه نه جلا کوي.

سرچينې د افغانستان په اړه ليکلي چې د افغانستان په اړه، د روغتیايي مدیریت معلوماتي سیسټم (HMIS) اطلاعات څرګندوی چې له هرو درېیو روغتیايي مرکزونو څخه یو مرکز د اوبو رسونې خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ له هرو پنځو مرکزونو څخه یو مرکز د لاس وینځلو امکانات نه لري او د لاس پاکوالي رعایتولو کچه تر ۲۴ سلنو ټیټ حد کې ده؛ او له هرو ۴ مرکزونو څخه یو مرکز د تشنابونو خدمات نه لري.

د یونیسف اجرائیه رییسې هنریه تافور وايي، هغو مرکزونو ته د روغتیايي کارکوونکو او درملنې ته اړو خلکو استول چې له پاکو اوبو، مناسبو تشنابونو او آن صابون څخه بې برخې دي، د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

نوموړې زیاتوي، دغه ستونزه د کوویډ -۱۹ له خپرېدو وړاندې هم وه، خو روان کال پر توپیرونو او نیمګړتیاوو سترګې پټول، ناشوني دي. که چېرې له کرونا وروسته نړۍ په اړه فکر کوو، نو له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې زموږ میندې او ماشومان د اوبو، تشنابونو او پاکۍ کافي امکاناتو لرونکو مراقبتي مرکزونو ته ځي، یوازې هغه څه نه دي چې ووایو، کولای شو او باید  ترسره یې کړو، بلکې هغه څه دي چې ترسره کول یې له مهمو واجباتو څخه دي.

د خبرپاڼې په حواله، په ۴۷ لږ پرمختللیو هېوادونو کې، وضعیت له ټولې نړۍ بدتر دی: له هرو ۲ روغتیايي مرکزونو څخه یو یې د څښاک اوبه نه لري؛ له هرو ۴ روغتیايي مرکزونو یو یې په خپلو مراقبتي ټکو کې د لاس پاکولو امکانات نه لري او له هرو ۵ مرکزونو ۳ یې د تشنابونو لومړني امکانات نه لري.

خو دا ستونزه د هواري وړ ده. د یاد راپور لومړني اټکلونه ښيي چې د دغو ټولو ۴۷ هېوادونو کې په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو د لومړنیو خدمتونو چمتو کولو لپاره سرانه لګښت نږدې یو امریکايي ډالر دی. په منځنۍ کچه، هر کال د دغو خدمتونو او امکاناتو د چمتو کولو او ساتنې لپاره ۲۰/۰ ډالره سرانه لګښت ته اړتیا لرو.

د یاد راپور پر بنسټ، د اوبو، تشنابونو او پاکۍ په برخو کې بېړنۍ او زیاتېدونکې پانګونه لویه بېرته راګرځېدنه لري: په روغتیايي مرکزونو کې د پاکۍ وضعیت ښه کېدل پر انټي میکروبي مقاومت د بریا لپاره «ترټولو غوره لاسته راوړنه ده». دغه چاره، له دې امله چې د روغتیايي مراقبتونو له نه شتون (چې درملنه یې ډېر لګښت ته اړتیا لري) څخه رامنځته شویو انتانونو د کمېدو سبب کیږي، د روغتیا ساتنې لګښتونه کموي؛ د وخت د سمپا سبب کیږي؛ ځکه چې روغتیايي پرسونل به مجبور نه وي چې د لاسونو د پاکوالي لپاره د اوبو لټه وکړي. دغه راز، ډېره پاکي د خدمتونو د جذب ډېرېدو سبب هم کیږي. دغه ټولې بېرته راګرځېدنې، هر پانګونه شوي ډالر ته ۱.۵ ډالره زیاتوالی ور بښي.

دغه خدمتونه په ځانګړې توګه د زیانمنو کسانو لپاره چې په کې اومیندوارې ښځې، نوزېږي او ماشومان شامل دي، ځانګړی او ژواکیز اهمیت لري. د زېږون پرمهال، یانې هغه وخت چې ډېری میندې او تازه زیږېدلي ماشومان د سپسیس په څېر د مخنیوي وړ ناروغیو له امله ژوند بایلي، په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، تشنابونو او پاکۍ د خدمتونو ښه کېدل، ډېر مهم دي. د اوبو، تشنابونو او پاکۍ د لا غوره خدمتونو چمتو کېدل کولای شي د میلیونونه میندواره ښځو او نوزېږو ماشومانو ژوند وژغوري او د مړو زېږېدنو (still-births) کچه ټیټه کړي.

یاد راپور څلور لویې سپارښتنې لري:

  • له مناسب تمویل سره د لګښت بندي شویو ملي لار نقشو پلي کول؛
  • د اوبو، تشنابونو او پاکۍ خدمتونو، د دغو خدمتونو وړاندې کولو په لارو چارو او هم چاپېریال پاکۍ په ډېرولو کې د پرمختګونو منظمه څارنه او کتنه؛
  • د اوبو، تشنابونو او پاکۍ خدمتونو، د پاکۍ د عامولو او تطبیقولو د دوام لپاره د روغتیايي کاري ځواک د ظرفیت لوړول.
  • د لوړ کیفیت خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د غبرګون په ګډون، د روغتیايي سکټور په پلان جوړونه، بودیجه بندۍ او پروګرامونو کې د تل لپاره د اوبو، تشنابونو او پاکۍ د خدمتونو ځایول.

د اوبو، تشنابونو، پاکۍ او روغتیا په برخه کې زموږ نړیوالو همکارانو د هېوادونو او نړۍ په کچه په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، پاکۍ او تشنابونو اړوند موخو له پلي کولو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی. تر ۲۰۲۰ کاله، له ۱۳۰ ډېرو سازمانونو ژمنه کړې چې په دې برخه کې د اوبو په چمتو کولو لاس پورې کړي او له ډلې یې، ۳۴ هېوادونو د ۱۲۵ میلیون ډالرو څخه ډېرې مالي ژمنې عملي کړې دي.

خو له دې ټولو سره، د اوبو، تشنابونو او پاکۍ خدمتونو پر چمتو کولو د څارنې په تړاو د روغتیا نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ پرېکړه لیک پلي کول، په متوازنه بڼه نه دي شوي. د هغو نږدې ۵۰ هېوادونو له ډلې چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې په اړه معلومات لري، ۸۶ سلنو خپل معیارونه نوي کړي او ۷۰ سلنو یې په لومړنیو ارزونو لاس پورې کړی چې څرګندوي په عمومي توګه دغو برخو کې یې د پرمختګونو لاره نیولې ده. له بلې خوا، د دغو هېوادونو له ډلې یوازې درېیمه برخه په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، تشنابونو او پاکۍ خدمتونو د چمتو کولو لپاره د لارې نقشې لري او یوازې ۱۰ سلنو یې په خپلو ملي روغتیايي سیسټمونو د څارنې [په پلانونو کې] د اوبو، تشنابونو او پاکۍ شاخصونه ځای پرځای کړي دي.

د روغتیايي پرسونل او ناروغانو د خوندیتوب او ساتنې لپاره، لا ډېرې نړیوالې بودیجې، تخنیکي مرستو او داخلي سرچینو ته اړتیا لرو. اوسمهال، فرصت شته چې روانې هڅې او ژمنې بنسټ وګڼو او «په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، تشنابونو او پاکۍ خدمتونو چمتو کول» د کوویډ -۱۹ پر وړاندې د غبرګون ټولو ملي پلانونو، د واکسین په وېش او اقتصادي مرستو بنډلونو کې یې ځای پرځای کړو.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه معلومات چې د روغتیا نړیوال سازمان په اکټوبر میاشت کې خپاره کړل، څرګندوي چې د روغتیايي مراقبتونو د کارکوونکو ترمنځ په کوویډ -۱۹ د اخته کېدو کچه، له عمومي جمعیت څخه خورا زیاته ده: روغتیايي پرسونل د ټول نفوس له درې سلنو لږه برخه تشکیلوي، خو د نړۍ په کچه په کوویډ -۱۹ د اخته کېدو ۱۴ سلنه هغه پېښې یې ځان ته ځانګړې کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان ته یې راپور ورکړل شوی. له دې څخه ډاډ ترلاسه کول یوه حتمي اړتیا ده چې روغتیايي کارکوونکي د اوبو، تشنابونو او پاکۍ په برخه کې له لومړنیو اړتیاوو برخمن دي ترڅو وکولای شي له خپل ځان، ناروغانو، کورنیو او ماشومانو ساتنه وکړي

Hits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.