ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د نادولتي بنسټونو (NGO) خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی دې وارزول شي

غني: د نادولتي بنسټونو (NGO) خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی دې وارزول شي

author avatar
16 Dec 2020 - 19:51
غني: د نادولتي بنسټونو (NGO) خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی دې وارزول شي
author avatar
16 Dec 2020 - 19:51

کابل (پژواک ۲۶ لیندۍ ۹۹): د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا پرېکړه وکړه چې د جمهوري ریاست لومړی معاونیت دې د نادولتي بنسټونو NGO خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې د دولت او خصوصي برخې سره د مقایسوي مطالعې پربنسټ ترسره او پایله دې وړاندې کړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، د اجنډا مطابق په پیل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې مېشتو بین المللي بنسټونو د حساب ورکولو موضوع غونډې ته وړاندې کړه، وې ویل، د نادولتي موسسو له لوري د یو شمېر پروژو تطبیق او د هغو تخصیص شوې پیسې د وزارتونو او ادارو د استول شویو معلوماتو مطابق ارزول شوې دي.

هغه زیاته کړه: په ۱۳۹۹ مالي کال کې کابو (۱۹۴) نادولتي موسسو د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې په (۸) بودجوي سکتورونو (زېربنا، امنیت، روغتیا، کرنې، حکومتولۍ، ټوليزې ساتنې، پوهنې او اقتصاد) کې فعالیت کړی چې یو شمېر پروژې یې تطبیق او ځېنې یې بشپړې شوې دي.

ولسمشر غني د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته د جمهوري ریاست لومړي معاونیت د جامع راپور مننه وکړه، وې ویل، د جمهوري ریاست لومړی او دویم معاونیتونه دې واضح کړنلاره ترتیب او ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته دې ابلاغ کړي چې پر بنسټ یې بین المللي موسسو سره د ادارو د تفاهمنامې یا قرارداد د لاسلیک صلاحیتونه مشخص شي.

نوموړي، په حقوقي چارو کې د عالي مقام ستر سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضایي کمېټې په همکارۍ دې د وزارتونو او ادارو ترمنځ له بین المللي ارګانونو سره د قراردادونو او هوکړه لیکونو د تړون لپاره مشخص چوکاټ ترتیب کړي.

غونډې پرېکړه وکړه، د جمهوري ریاست لومړی معاونیت دې د نادولتي بنسټونو NGO خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې د دولت او خصوصي برخې سره د مقایسوي مطالعې پربنسټ ترسره او پایله دې د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

وروسته د اجنډا مطابق قاضی القضات او د سترې محکمې رئیس (جزایي قضیو ته د رسېدګۍ اجرااتو پړاوونو ځنځیري کاري پروسې) د کشف، تحقیق او محاکمې په پړاوونو کې جزایي قضیو ته د رسېدګۍ تطبیقي لارښود غونډې ته وړاندې کړ.

ولسمشر د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو او لوی څارنوالۍ ادارې او سترې محکمې ترمنځ دې د ځنځیري ارزښت نظر په عمل بدل شي. همداراز یې عدلي او قضایي کمېټې ته دنده وسپارله چې په تېرو ۱۹ کلونو کې دې د عدلي او قضایي سکتور ستونزې او لاسته راوړنې وارزوي او راپور دې د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

د زندانونو چارو لوی ریاست موظف شو چې د عالي او قضايي لارښود په پام کې نیولو سره دې په زندانونو کې د ارزښت ځنځیر ترتیب کړي.

همدارنګه لوی څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې د دعوا د اقامې او تعقیب په برخه کې د څارنوالانو د پوهې سطحه وارزوي او راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

ورپسې عدلیې وزیر په دغه وزارت کې د اداري فساد د مخنیوي او اسانې لاسرسۍ په موخه د عدلیې وزارت سیستم د برېښنایي کولو او اجرااتو په طریقه کې د اصلاحاتو موضوع، له مشخصو وړانديزونو سره غونډې ته وړاندې کړه.

ولسمشر ویل، عدلیې وزارت دې د جمهوري ریاست عالي مقام سره د اختصاصي غونډې له لارې د دغه وزارت د سیستم د برېښنایي کولو او اصلاحاتو په اړه خپل مشخص پېشنهادونه او طرحه وړاندې کړې، ترڅو په اړه یې عاجل او اغېزمن اقدامات وشي.

غونډې د عدلي او قضايي کمېټې پر پرېکړو په ټینګار تصمیم ونیو چې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون څخه دې له اداري فساد سره د مبارزې اصلي مرجع په توګه هر اړخیز ملاتړ وشي، ترڅو په بشپړې خپلواکۍ د صلاحیت په برخه کې خپلې دنده ترسره کړي.

همدا راز ټینګار وشو چې عدلي او قضایي ارګانونه دې پیاوړي شي، ترڅو د قانون مطابق په ټولو قضیو کې خپل صلاحیتونه وکاروي، د دغو بنسټونو خپلواکۍ ته دې درناوی او هر اړخیز ملاتړ ترې وشي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.