ژبه

د بشر حقونو کمیسیون: د جګړې ښکېل لوري دې اوربند وکړي

کابل (پژواک، ۲٨ لیندۍ ۹۹): د بشر حقونو کمیسیون په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوريو غوښتي چې د اوربند په منلو سره د جګړې د پاى ته رسولو بهير چټک او تلپاتې سولې ته رسېدل غښتلې کړي.

دغه کمیسیون یاده غوښتنه د سپټمبر ۱۸مې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۱۸ کال د کډوالۍ د سند پر بنسټ، د هېوادونو له جوړښتي ستونزو سره د مبارزې موخې، د ژغورنې د سمندري عملياتو تنظيمول، د کډولو له قاچاق سره په لوړه کچه د اقدام مهالوېش او اساسي خدماتو ته د کډوالو لاسرسى د ۲۰۳۰ ليدلورى ټاکل شوي دى

سرچينه زياتوي، د کمېسيون موندنې ښيي چې د دې سند د موخو له ټاکل کېدو سره سره، د کډوالۍ د موجوديت لاملونه چې ډېر يې له جګړې را ټوکېدلي دي، لا هم په هېواد کې پاتې او زيات شوي دي او د تېر په پرتله د کډوالو شمېر د اندېښنې وړ زيات شوى دى، نو کمېسيون دولت د دې لاملونو ختمولو ته رابولي.

سرچينه کاږي، کمېسيون د افغانستان له دولت، په ځانګړي ډول د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړي چې له حقوقي او ډيپلوماتيکو وسيلو په استفادې د کډوالو لپاره د مطلوبو شرايطو او فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې جدي هڅې او د هغوى د حقونو دفاع وکړي.

د بشر حقونو کمیسیون دغه راز د افغانستان له دولته غوښتي چې د کډوالو د حقونو د نقض، شکنجې، اوږدمهاله توقيف، اجباري راستنولو او په کوربه هېوادونو کې ټولنيزو، اقتصادي او روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي په برخو کې د نړيوالو اسنادو په استناد د حقوق بشري او نړيوالو بنسټونو د ملاتړ را جلبولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د خپرپاڼې په حواله، کمېسيون د جګړې دوام د بشر حقونو د نقض او د افغانانو د کډوالۍ اصلي لامل ګڼي؛ نو پر دې اساس د جګړې له ښکېلو لوريو غواړي چې د اوربند په منلو سره د جګړې د پاى ته رسولو بهير چټک او تلپاتې سولې ته رسېدل تقويه کړي.