کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٩) : حکومت د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزيره سيما سمر له دندې لرې او ياد وزارت يې لغوه کړى دى.
يوې حکومتي سرچينې د ليندۍ په ٣٠مه، پژواک اژانس ته ددې خبر د تاييد ترڅنګ وويل چې حکومت غواړي ځينې اضافي تشکيلات لغوه کړي.
يادې سرچينې وويل چې د ولسمشر په لارښوونه د چارو اداره په خپلو ټولو تشکيلاتو له سره کتنه کوي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د همدې اقداماتو په اساس، سږ کال شپږ سوه ميليونه افغانۍ بوديجه يې کمه شوې ده، نو په همدې خاطر اړ دي چې ځيني اضافي تشکيلات لغوه کړي.
بلخوا سيماسمر رسنيو ته ويلي چې حکومت ورسره په دې برخه کې هېڅ ډول مشوره نه ده کړې او نه پوهېږي چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.
د نوموړې په وينا، د دې په وزارت کې اووه کسانو ورسره کار کاوه .
د يادونې ده چې سيماسمر تر دې مخکې د ١٧ کلونو لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د رييسې په توګه دنده ترسره کړې ده.