کندهار (پژواک، ۶ مرغومی ۹۹): د امنیتي وضعیت څېړلو په موخه کندهار ته د مشرانو جرګې راغلی پلاوی وايي، په خپلو څېړنو کې یې موندلې چې خیالي سرتېري او د مسوولینو ناسم مدیریت د ولسوالیو د سقوط لوی لامل دي.
د مشرانو جرګې له بېلابېلو کمېسیونونو جوړ دغه پلاوی څلور ورځې مخکې کندهار ته راغلی چې مشري یې د دفاعي کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزی کوي.
هغوی تر دې مهاله د خپلو څېړنو او موندنو اړوند معلومات په یوې خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن څلورمه ورځ ده چې په کندهار کې دي او په دې اړه څېړنه کوي چې د کندهار ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو څنګه سقوط وکړ؟
هغه زیاته کړه، تر دې مهاله یې په دې اړه له امنیتي ارګانونو او اړوندو ادارو څخه څېړنې کړې او په دغو ولسوالیو کې د جګړو کرښو ته ورغلي دي.
دی وايي: ((له بده مرغه خیالي ځواکونه، د امنیتي مسوولینو غفلت او ناسم مدیریت د ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو د سقوط لامل شوي دي.))
د ده په خبره، په هغو کنډکونو کې چې د سرتېرو شمېر یې ۷۰۰ یا ۸۰۰ تنه دی، ۷۰ یا ۸۰ تنه موجود دي، د ملي او سیمه ییزو پولیسو په پوستو کې هم ورته وضعیت دی.
د دې ترڅنګ ده وویل، ملي او سیمه ییزو پولیسو په پنجوايي ولسوالۍ کې ۷۲ پوستې، په ارغنداب کې ۳۲، په ژېړۍ او میوند کې لسګونه پوستې له جګړې پرته خوشې کړې دي.
ده زیاته کړه، ملي اردو په یادو شوو ولسوالیو کې خپل بېزونه او قرارګاوې له جګړې پرته خوشي کړي او ډېره اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات، تجهیزات او پوځي وسایط د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
الکوزي وویل: ((دا هر څه د یوه پلان له مخې شوي، ځینو سیاسي مشرانو د ټيلېفون له لارې په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې له امنیتي مسوولینو سره اړیکې نیولې او له هغوی یې غوښتي چې پوستې خوشې کړي.))
ده زیاته کړه، د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت له مدیرانو یې څېړنې پيل کړې دي، چا چې غلفت کړی او چا چې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړې، عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې ور وپېژني.
نوموړی وايي، یو شمېر مجرم پېژندل شوي کسان مرکز ته تللي، ځيني یې بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي خو دوی امنیې قوماندانۍ ته د هغوی جلبولو او حاضرولو اړوند مکتوب لېږلی دی.
الکوزی وايي: ((په دې برخه کې د قول اردو قوماندان او د نظامي شورا مشر، امنیه قومانداني، ملي امنیت ریاست او نور مسوول دي او له دوی ټولو څېړنې او پوښتنې روانې دي.))
خو ده دا هم وویل چې همدا اوس هم د کندهار امنیت امنیه قوماندان او د هغه پولیسو ساتلی دی.
نوموړي په سوېل، په ځانګړې توګه په کندهار کې د ملي اردو په لیکو کې د ځوانانو جلب او جذب هم ډېر کمزوری وګاڼه او ویې ویل، له یوې خوا خلک دغه کار ته زړه نه ښه کوي او له بلې خوا په دې برخه کې د مدیریت ستونزې هم شته.
دی وايي چې د دوی څېړنې لا بشپړې نه دي او په دې اړه لا ډېر کار کوي.
د مشرانو جرګې دغه پلاوی داسې مهال دغه ولایت ته سفر کړی او دلته د امنیتي وضعیت پر څېړلو بوخت دي چې تېره اوونۍ په خپله ولسمشر هم د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه کندهار ته سفر وکړ.
له تېرو شاوخوا درېيو میاشتو راهیسې په کندهار کې امنیتي وضعیت خراب شوی او جګړه د ښار تر څنډو نږدې ولسوالیو ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو ته راغځېدلې ده.
د یادونې ده، څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې پخواني غړي حمیدزي لالي هم په یوه غونډه کې غوښتنه کړې وه چې ولسمشر او حکومت باید له هغو نظامي مسوولینو تحقیق او څېړنه وکړي چې د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او میوند کې یې امنیتي پوستې له جګړې پرته طالبانو ته پرېیښې دي.
هغه ویلي وو، دا ملي خیانت دی، هغه کسان باید وپېژندل شي او سزا وویني چې د کندهار د وروستۍ ناامنۍ عاملین دي.
ده که څه هم په څرګنده د چا نوم وانه خیست خو ویې ویل، د کندهار په ناامنۍ کې د هغو لاس دی چې موقت حکومت غواړي او په دې توګه یې غوښتل موجود نظام ضعیف کړي.
خو ده د کندهار د امنیه قوماندان ستاینه وکړه چې دغه دسیسه یې شنډه کړه.