ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اوسه نه ده ثابته شوې چې د پیازو خوړل دې د کرونا درملنې لپاره کټور وي

author avatar
29 Dec 2020 - 13:59
author avatar
29 Dec 2020 - 13:59

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ٩٩): د کرونا ویروس د دویمې څپې له پیل سره چې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی، د ځینو ډاکترانو په ګډون ځیني فېسبوک کاروونکي د دې ناروغۍ لپاره د پیازو خوړل ګټور بولي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه داسې علمي شواهد او اسناد نشته چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره له پیازو استفاده دې ګټوره وي.

د ترسره شوو څېړنو له مخې، د پیازو ترکیب چې د سبزیو یو ډول دی، قند، ويټامین په ځانګړې توګه ويټامین سي، معدني مواد، په ځانګړي ډول کلسیم، فسفر او پوتاشیم هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د کرونا ناوغۍ درملنې لپاره هېڅ درمل نه دي جوړ شوي؛ خو په دې وروستیو کې ځیني هېوادونه د دې ناروغۍ لپاره پر واکسینو جوړولو بریالي شوي دي.

په دې ورځو کې د فېسبوک ځینو کاروونکو د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره له پیازو د ګټې اخیستنې اغېز په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د کرونا د ناروغۍ د درملنې په برخه کې د پيازو د ګټورتيا په اړه اوازې

پياز د کرونا له منځه وړونکي: د فېسبوک یوه کاروونکي ډاکتر عتیق الله بصیري پر خپله فېسبوک پاڼه د «خام پیاز! د انتي بیوتیک تر ټولو قوي ویروس وژونکي» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي، کله چې په زکام اخته شوئ، مهرباني وکړئ پیاز ټوټه ټوټه او تنفس یې کړئ او مه پرېږدئ چې دوام وکړي او ویروسونه مو ټول سږي محاصره کړي.

هغه ليکلي، هغوی چې په رېزش یا زکام اخته کېږي، د ورځې دې ځو ځلې دغه کړنه ترسره کړي؛ له دې امله چې خام پیاز د کرونا ویروس له منځه وړونکی دی.

په دغه پوسټ کې چې ځینو له خپلو ملګرو سره شریک کړی او نږدې ۲۳۰ نورو کسانو خوښ کړی دی، ۷ کسانو خپل نظرونه شریک کړي او د دغه خبر له خپرېدو یې ملاتړ کړی دی.

د کرونا ویروس لپاره ساده او مثبت درمل کشف شول: د فېسبوک یوه بل کاروونکي عبدالجلیل د «کرونا ناروغانو لپاره خبر! تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، د کرونا ویروس لپاره ساده او مثبت درمل کشف شول، د بلخ یوه مشهور ډاکتر، بهیر د عامې روغتیا وزیر ته پیغام ورکړی چې نور هېڅ درملنې ته اړتیا نشته.

هر ناروغ او پر کرونا اخته شکمن کس دې تر پنځو ورځو هره ورځ درې وخته تُند پیاز په اوکلۍ یا هاونګ کې وټکوي او وروسته یې دې د پزې له لارې د ۷ دقیقو لپاره تنفس کړي، انشاالله رغېږي.»

په دغه فېسبوکي پوسټ کې چې ځینو له خپلو ملګرو سره شریک کړی او ۱۶ نورو کسانو خوښ کړی، ځیني کاروونکو داسې لیکلي: «کچالو څنګه دي؟»، «دروغ خو نه دي؟»

د فېسبوک کاروونکي پوښتلي: «ډاکتر صاحب، لومړی پیاز ټوټې ټوټې او په اوبو کې جوش شي او تنفس شي او هم له جوش ورکولو پرته دې ټوټه ټوټه او بوی شي.»

د دې موضوع په اړه یو مطلب د «خبرهای دقیق افغان نیوز» په نوم فېسبوک پاڼه کې خپور شوی چې په کې راغلي: «د مصر ولسمشر ځانګړی ډاکتر او د قاهرې د کرونایي ناروغانو د ټسټ برخې متخصص جلال یونس د کرونا ناروغانو برخې پر ډاکترانو او نرسانو او دغه راز پر ډېری عادي خلکو چې له ناروغانو سره یې پرله پسې تماس درلود، د ټیسټ له لارې لاندې شرحې شوې پایلې ته ورسېد.»

په دغه پوسټ کې راغلي چې ټول خلک دې د ورځې دوه کوچني خام پیاز وخوري، یو خام پیاز دې ټوټه کړي، په یوه پلاستیکي خلته کې یې دې واچوي او د پزې په اندازه دې هغه سوری کړي، داسې چې پزه د سوري داخل کې وي او خوله ترې وتلې وي او د لسو دقیقو لپاره دې په زوره ساه وکاږي او د خولې له خوا یې دې بېرته خارجه کړي، ټول مکروبونه له منځه ځي.

په دغه پوسټ کې چې له نږدې ۱۸۰ ملګرو سره یې شریک کړی او شاوخوا ۲۰۰ کسانو خوښ کړی دی، ځینو پرې خپل نظریات شریک کړي او د دغه خبر له خپراوي یې ملاتړ کړی دی.

د فېسبوک بلې کاروونکې اسما ویلي: «دا په بشپړ ډول سمه ده، تېر ځل موږ تجربه کړ، ان سالنډي هم ورسره ښه کېږي.»

خو یوه بل کس علیرضا نظري لیکلي: « کاش چې داسې وي، ما په ورځ کې درې ځلې پیاز خوړ، بیا هم پر کرونا اخته شوم.»

د نورو ټولیزو شبکو ځینو کاروونکو هم ورته نظرونه خپاره کړي دي.

د بدن مقاومت لوړوالي لپاره له پیازو استفاده کټوره ده: د عامې روغتیا پخواني وزیر فېروزالدين فېروز هم په خپله مرکه کې ویلي وو، پر کرونا له اخته کېدو وروسته یې له پیازو ګټه اخیستې ده.

هغه زیاته کړې، پر هغو خوړو سربېره چې ويټامین سي لري، د بدن مقاومت لوړولو لپاره پیاز هم ګټور دي؛ ځکه پیاز ويټامین سي، کلسیم او نو ويټامینونه لري او د ميکروب ضد یوه ماده ده.

د وزیر ويډیويي کلېپ

خو د عامې روغتیا وزارت او ځیني ډاکتران له دې سره چې ویلي یې دي، پياز د ميکروبونو د له منځه وړو لپاره ګټور دي؛ خو وایي تر اوسه نه ده ثابته شوې چې دغه څه د کرونا ناروغانو لپاره ګټور وي.

تر اوسه داسې هېڅ شواهد او علمي اسناد نشته چې ګویا پیاز د کرونا ناروغانو لپاره ګټور دي

د طب انجمن «اوهیومیوپتیک افغانستان» رییس ډاکتر عبیدالله هاشمي پژواک ته وویل، پياز او زنجبیل ډېر ښه انتي بیوتیک دي او د ميکروبو د له منځه وړو لپاره ګټور او اغېزناک دي.

خو هغه زیاته کړه، تر اوسه نه ده ثابته شوې چې له پیازو او د هغه له اوبو ګټه اخیستل د کرونا درملنې لپاره ګټور دي او په دې تړاو هېڅ ډول شواهد او اسناد هم شتو نه لري.

نوموړي زیاته کړه، داسې ویناوې شته چې په هندوستان کې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د بوټو له درملو ګټه اخیستنه کې پرمختګ شوی او تر دې مهال یې په اړه د خپرولو لپاره کوم سند شتون نه لري.

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د داخلي ناروغیو اسوشېټ پروفیسور او د زړه، تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق تخصص نبیل پاکطین پژواک ته وویل، د کرونا ناروغۍ لپاره له پیازو د استفادې تبلیغات د ټولنې د بېوزلي فکر ښکاروندوی دي.

هغه د دې په روښانولو چې له پیازو استفاده تازه نه ده، بلکې تاریخي مخینه لري، وايي، روسانو فکر کاوه چې په طبابت کې له پیازو استفاده د ميکروبونو وژلو لامل کېږي، له همدې امله یې په روغتونونو او کورونو کې پیاز اېښودل.

نوموړی وايي، د افغانستان تحصیل کړو کسانو دغه فکر د کمونیستي رژیم پر مهال له روسیې څخه افغانستان ته انتقال کړه چې تر اوسه هم دوام لري.

د هغه په خبره، پخوا خلکو د ژېړي ناروغانو په غاړه کې پیاز اچول او فکر یې کاوه چې د ميکروبونو وژلو لامل ګرځي چې دا ټول د لومړي فکر، کم علم او د عامې روغتیا وزارت او هېواد د طبي  مسوولینو د ناسمې مفاهمې له امله دي.

هغه څرګنده کړه: «پیاز په ډېره کمه اندازه چربي، پروټین، شکر، سوډیم، کاربن هایدرید او فایبر لري چې ۱۰۰ ګرامه پیاز اته ګرامه ویټامین سي لري لري، په داسې حال کې چې ۱۰۰ ګرامه مرچک د پیازو لس برابره یعنې ۸۰ ګرامه ویټامین سي لري او ۱۰۰ ګرامه تازه مرچ ۲۵۰ ګرامه ویټامین سي لري، نو ولې د پیازو پر ځای له هغو خوړو استفاده نه کوو چې په ډېره کچه ویټامین سي لري. »

هغه د دې په روښانولو چې د تغذیې پر هغو لویو موضوعاتو بحث نه دی شوی چې د کرونا لپاره ګټور دي. د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د وجود مقاومت لوړولو لپاره ویټامین سي او نور مواد لکه پروټینونه مهم دي.

پاکطین د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره له پیازو د استفادې په اړه د عامې روغتیا وزارت د پخواني وزیر خبرو ته په اشاره وویل، دوی د موجود فشار لرې کولو لپاره د پیازو او سبو د استفادې تبلیغات کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د عامې روغتیا پخواني وزیر چې څه وویل، د کم سواده سلاکارانو د نیمګړو او کمو معلوماتو او کم فکر له امله وو چې غوښتل یې په ناکام ذهنیت یې توجیه کړي چې دغه ناکام ذهنیتونه کولای شي ټولنه څو پېړۍ شاته وساتي. »

د هغه په خبره، تر اوسه په نړۍ کې هېڅ ډول علمي شواهد، ازمایښت او څېړنې وجود نه لري چې ووايي پیاز د کرونا ناروغۍ د وقایې او درملنې لامل کېږي.

هغه روښانه کړه چې د عامې روغتیا وزارت مسوولین او سلاکاران تخصصي زده کړې نه لري، دوی نه دي توانېدلي چې له خلکو سره علمي چلند وکړي او مجبور دي چې په دغه ډول کلمو ټولنه دوکه کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د پیاز اغېز او زیان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پژواک ته وویل چې کوويډـ ۱۹ یو ویروس دی او تر دې مهاله له یوه واکسین پرته د هغه د درملنې لپاره هېڅ درمل نه دي جوړ شوي.

خو هغې د کرونا درملنې لپاره د پیازو اغېز او زیان په اړه معلومات ورنه کړل.

د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر دې مهاله (د مرغومي ۸) پر دې ناروغۍ ۵۲۱۴۷ کسان اخته، ۲۱۷۹ مړه شوي او ۴۱۶۱۰ بېرته رغېدلي دي.

د نړیوال روغتیایي سازمان معلوماتو پر اساس، تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۷۹ میلیونو او ۲۳۲زرو ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او له یو میلیون او ۴۵۷ زرو ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې

مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.