ژبه

کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۹): د کندهار ولايت د احمد شاه بابا هوايي ډګر چارې افغان لوري ته سپارل کېږي.
ځايي چارواکي وايي، که څه هم د چارو لېږد ته چمتووالی لري خو له تخنیکي، امنیتي او مسلکي پلوه به له ځینو ستونزو سره مخ شي.
د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر مسوول مسعود پښتون له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له تېرو شلو کلونو راهیسې د دغه هوايي ډګر ډېرې چارې د بهرنیو ځواکونو له خوا کنټرولېدې چې سبا به دغه مسوولیت افغانانو ته وسپارل شي.
هغه زیاته کړه، تر دې مهاله د هېواد د دغه دویم لوی هوايي ډګر اړوند د هوا پېژندنې، امنیت ساتنې یا خوندیتوب، اطفایې، انجنیرۍ، هوايي ترافیک او مخابرې چارې بهرنیو ځواکونو ترسره کولې خو له دې وروسته به يې افغانان مخې ته وړي.
د ده د معلوماتو له مخې، یادې چارې د افغانستان هوايي چلند ادارې ته سپارل کېږي خو د نظامي برخې اړوند چارې ۲۰۵ اتل قول اردو او هوايي لوا ته سپارل کېږي.
هغه وايي، دا چې د کندهار هوايي ډګر تر ډېره نظامي و، نو ځکه یې تر دې مهاله چارې د بهرنیو ځواکونو پر غاړه وې او د هغوی دا حمایه ډېره اغېزناکه وه.
پښتون وویل، د دغه مهم مسوولیت اخیستلو لپاره یې پلان جوړ کړی، د هېواد هوايي چلند ادارې وار له مخې خپل یو شمېر کسان کندهار ته لېږلي، څو وروزل شي او د چارو سنبالولو ته اوږه ورکړي.
نوموړی که څه هم افغان لوري ته د هوايي ډګر چارو لېږد د پر ځان بسیاینې په برخه کې یو ښه ګام ګڼي خو وايي، په لومړیو کې ښايي په ځینو برخو کې له ستونزو سره مخ شي.
هغه زیاته کړه: ((موږ د هوايي چلند په برخه کې مسلکي کسان نه لرو، که وي هم نو په ټیټ معاش کار نه کوي او دې ته ترجیح ورکوي چې په لوړ معاش له بهرنیو کمپنیو سره کار وکړي، د دې او یو شمېر نورو ستونزو له امله ښايي له تخنیکي، مسلکي او امنیتي پلوه له ستونزو سره مخامخ شو.))

خو ده ډاډ ورکړ چې الوتنې به د پخوا په څېر عادي روانې وي، البته د مسلکي پرسونل د کمښت له امله به د پخوا په څېر ۲۴ ساعته نه وي.
د ده په وینا، د خوندیتوب په برخه کې امنیتي کامرې او هغسې امکانات چې بهرنیو ځواکونو لرل، دوی یې نه لري چې دا هم یوه اندېښنه کېدای شي.
دی وايي، تر اوسه دا څرګنده نه ده چې بهرني ځواکونه کومه مشینري دوی ته سپاري او یا کومه مشینري څومره دوی ته سپاري.
نوموړي وویل، د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د ۴۰ سلنه پرسونل د کمښت او ځینې نورې ستونزې یې مرکزي ادارې ته وړاندې کړې او له هغوی یې دا هم غوښتي چې ښايي دغه چارې نړیوالو کمپنیو ته وسپارل شي چې دا کار د هېواد په نورو هوايي ډګرونو کې هم شوی دی.
پښتون له دغه هوايي ډګره د الوتنو اړوند معلومات هم ورکړل او ویې ویل، اوسمهال هره ورځ له کندهاره کابل ته له ۵ تر اوو الوتنې کېږي، دغه راز له دغه هوايي ډګره څلورو هېوادونو هندوستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او ایران ته په اوونۍ کې یوه یوه الوتنه کېږي.
د ده په خبره، دغه الوتنې د اریانا، کام ایر او باختر هوايي شرکتونو له خوا کېږي خو ترڅنګ یې د UN، ICRC او بهرنیو ځواکونو الوتنې هم کېږي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې له دغه هوايي ډګره د صادراتو او وارداتو په برخه کې کارګو الوتنې هم لري چې کله کله هندوستان، متحده عربي امارات او ایران ته ترسره کېږي چې وچه او لنده مېوه لېږدوي.
د هوايي ډګر عوایدو په اړه نوموړي وویل چې په تېر کال کې څه باندې ۲ میلیونه ډالره وو خو سږ کال یې عواید د کرونا وبا له امله چې الوتنې یې ځنډولې وې، ډېر کم شوي دي.
نوموړي د دغه هوايي ډګر د نړیوال سټنډرډ او معیارونو اړوند وویل چې یوازې یو ترمینل لري چې په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې جوړ شوی او د اوسني وخت معیار نه شي پوره کولای.
دی وايي، په همدې بنسټ په پلان کې ده چې د نړیوال بانک په مرسته نوی ترمینل جوړ شي.
د ده په خبره، احمدشاه بابا يواځېنى هوايي ډګر دی چې نوی ترمینل نه دی ورته جوړ شوی، په داسې حال کې چې د کابل، هرات او بلخ هوايي ډګرونو ته نوي ترمینلونه جوړ شوي دي.
هغه وویل چې نوی ترمینل به نه یوازې پر اقتصادي زون ښه اغېز وکړي، بلکې نړیوال هوايي شرکتونه به هم زړه ښه کړي چې له دغه هوايي ډګره الوتنې وکړي.
نوموړي په روان کال کې په احمد شاه بابا هوايي ډګر کې د یو شمېر چارو یادونه هم وکړه چې ترسره شوې دي.
دی وايي، په دې وروستیو کې په هوايي ډګر کې د کورنیو چارو وزارت له خوا داسې مشینري نصب شوه چې پر مټ به یې هغه کسان په اسانۍ پېژندل کېږي چې په خپلو خېټو کې نشه يي توکي قاچاقوي.
د ده په خبره، د مخدره توکو قاچاق له کندهاره هندوستان ته الوتنې ځنډولې وې چې په دې وروستیو کې بېرته پیل شوې دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د هوايي چلند له لوري په دغه هوايي ډګر کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو پارکینګ هم جوړ شوی چې د وسایطو تمځای په ګډون، جومات، تشنابونه، انتظار ځایونه او نورې اسانتیاوې په کې شاملې دي.
خو له دې سربېره خلک شکایت کوي چې ولسمشر دوه کاله مخکې کندهار نړیوال هوايي ډګر د وزیرانو شورا په وړاندیز د لوی امپراطور احمدشاه بابا په نوم ونوماوه او ژمنه یې وکړه چې دوه یا درې برابره پانګونه به ورباندې وشي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
ولسمشر دغه هوايي ډګر د سیمې د وصل ټکی ګڼلی او ویلي یې وو چې د کندهار او نورو ولایتونو تولیدات او کرنیز محصولات له دې لارې خلیجي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.
د احمدشاه بابا هوايي ډګر شاوخوا شپېته کلونه وړاندې په ١٣٣٩ لمريز کال کې جوړ شوى چې هغه مهال په سيمه کې يوازېنى نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېده.
کندهار هوايي ډګر په خپله نقشه کې ١٣زره جريبه ځمکه لري چې يوه برخه یې بهرنیو ځواکونو ته د يوه قانوني قرار داد له مخې ورکړل شوې او په يوه برخه کې يې د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٠٥ اتل قول اردو تاسيسات او د ځينو شرکتونو ودانۍ جوړ شوي دي.