ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه افغانه چې په ۵۰۰ افغانۍ پانګونه یې کار پیل کړ، اوس لسو هېوادونو کې سوداګري لري

هغه افغانه چې په ۵۰۰ افغانۍ پانګونه یې کار پیل کړ، اوس لسو هېوادونو کې سوداګري لري

author avatar
18 Jan 2021 - 16:09
هغه افغانه چې په ۵۰۰ افغانۍ پانګونه یې کار پیل کړ، اوس لسو هېوادونو کې سوداګري لري
author avatar
18 Jan 2021 - 16:09

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومی ٩٩): هغه ځوانه ښځه چې په ۵۰۰ افغانۍ پانګه یې د دوه کیلوګرام کورتو له پلورلو سوداګري پیل کړې، اوس یې سوداګري په هېواد کې دننه او بهر پراخه شوې او شاوخوا ۱۰۰ ښځې یې په کار بوختې کړې، وايي، هڅه کوي چې د زرګونو نورو ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.

د عادلې سنګلاخي په نوم دغه ځوانه نجلۍ چې ۲۵ کاله عمر لري، د کابل ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې اوس د سوداګرۍ ترڅنګ د هند په یوه پوهنتون کې د اقتصاد او تجارت په څانګه کې د ماسټرۍ پرلیکه (انلاین) زده کړې کوي.

هغې چې له دوو وروڼو، دوو خویندو، مور او پلار سره په کابل ښار کې ژوند کوي، وویل، په اداره او تجارت څانګه کې د ليسانس زده کړو تر پای ته رسولو او په افغانستان کې د نړیوال بانک په یوه برخه کې د کار له پیلېدو وروسته یې علاقه پیدا کړه چې د افغان ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

نوموړې زیاته کړه: ((تل مې هیله درلوده چې د دندې ترڅنګ یو کار هم جوړ کړم او د کار مشري ولرم، یعنې د سوداګرۍ له نظره د دې ترڅنګ یې پېرېدونکې وم، باید پلورونکې هم یم، له همدې امله د جګړې او بېکارۍ خپلو ښځو د اندېښنې لرې کولو لپاره مې په ۱۳۹۶ کال کې په کابل او څو ولایتونو کې په ځنځیري ډول سیمینار پیل کړ.))

مېرمن سنګلاخي زیاته کړه، د سوداګرۍ چارې یې په ۵۰۰ افغاني‎ۍ پیل کړې او هیله یې درلوده چې وکولای شي دغه کار ته پراختیا ورکړي.

هغې په دې اړه داسې وویل: ((په یو سفر بامیانو ته تللې وم، هلته مې دوې نیمې کیلو کورت د نمونې په ډول وپېرل او کابل ته مې راوړل، په کابل کې مې سوپر مارکېټونو ته وښودل، د سوپر مارکېټونو مالکانو یې د اخیستو لپاره لېوالتیا ښکاره کړه، وروسته مې اووه منه کورت واخیستل، دلته مې په ښه بیه وپلورل، دغه کار ته مې دوام ورکړ او له همدې ځایه مې سوداګري پیل شوه.))

سخنګلاخي وویل، کله مې چې پانګه یوه اندازه ډېره شوه او د سوداګرۍ اړوند معلومات مې ډېر شول، د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه د «دختر افغان» په نوم بنسټ جوړېدو په لټه کې شوم او هغه مې جوړ کړ.

نوموړې وویل، اوس د «دختر افغان» بنسټ په چوکاټ کې ۸۵ کارکوونکي په کابل، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، دایکنډي، غزني، بلخ، بغلان، تخار او بامیانو ولایتونو کې او ۱۲ نجونې په امریکا، سویډن، لندن، ایټالیا، اسپانیا، مسکو، ازبکستان، تاجکستان او ترکیه کې پر دندو بوختې دي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، هغه ښځې چې له هېواده بهر راسره همکاري کوي، ټولې لوستې او د پلور، بازارموندنې او اړیکو په برخه کې له موږ سره کار کوي، خو هغه ښځې چې د هېواد په داخل کې دي په ولایتونو او مرکز کې د دغه بنسټ اداري کارونه ترسره کوي.

مېرمن سنګلاخي دې ته په اشاره چې لسګونه نورو ښځو ته یې په کورونو کې د کار زمینه برابره کړې، زیاته کړه، دغه ښځې د ستنې پر لاسي کار بوختې دي او تولیدات یې له هېواده بهر د پلور په موخه پر موږ خرڅوي.

نوموړې وویل، سربېره پر دې چې د «دختر افغان» بنسټ د لاسي صنایعو اړوند زده کړو ترڅنګ افغان ښځو ته د لاسي صنایعو لپاره د بازار موندنې په برخه کې کار کوي چې هر کال د افغان مېرمنو درې کانټینره لاسي صنایع بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

د مېرمن سنګلاخي په خبره، په دغو لاسي افغاني صنابعو کې بېلا بېلې جامې، ټکري، دستکول، بوټ او تزئیني وسایل شامل دي چې د «دختر افغان» بنسټ له ادرسه امریکا، سویډن، لندن، ایټالیا، هسپانیا، مسکو، ازبکستان، تاجکستان او ترکیې ته صادرېږي.

د «دختر افغان» بنسټ تر اوسه سلګونه افغان ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.

مېرمن سنګلاخي وویل، د دغه بنسټ له پیله تر اوسه په مرکز او څو ولایتونو کې د سلګونه ښځو لپاره د سواد زده کړو ترڅنګ د ستنې کار، برش، مهره ګنډلو، چرمو ګنډلو په برخه کې هم زده کړې ورکړې دي.

هغې د دې په روښانولو چې د امنیتي ملحوظاتو له امله نه شي کولای د خپلې پانګې ټولنیزه اندازه وښيي، خو وویل: ((د اوس لپاره په کابل او ولسوالیو کې او د پکتیا په خېوه ولسوالۍ کې زموږ په کارخانو کې ۸۰ زره امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.))

مېرمن سنګلاخي هیله لري چې سوداګري یې نړیواله شي او د زرګونو افغان ښځو لپاره په هېواد کې د ننه او بهر کاري زمینه برابره کړي.

نوموړې د خپلو خبرو په دوام وویل: ((دغه هیله مې هغه پوره پوره کېدای شي چې په هېواد کې سوله او ارامي راشي، یوازینۍ هیله مې داده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د هېواد تر ټولو لرې سیمو ته سفر وکړم، د هېواد د ښځو خارق العاده استعدادونه وپېژنم، لاسي صنایع یې وپېرم او بازارموندنه پرې وکړم.))

عادله سنګلاخي باور لري چې د ښځو له پر ځان بساینې وروسته به په هېواد کې د ډېری ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.