کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۹): د تدارکاتو ملي ادارې او کانونو او صنایع خونې ترمنځ يو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې باید له دې وروسته ټولې دولتي ادارې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ملي تدارکاتو ادارې رییس الهام عمر هوتکي وویل، که کورني تولیدات د بهرنیو توليداتو په پرتله ۲۵ سلنه لوړ هم وي، حکومت يې بايد خپلو ادارو لپاره تدارک کړي.
هوتکي وویل چې د دغه سند له لاسلیک وروسته ټولې دولتي ادارې اړې دي چې له کورني تولیداتو استفاده وکړي.
هغه زیاته کړه: ((مخکې به مې له ځینو دولتي ادارو پوښته وکړه چې ولې له داخلي تولیداتو استفاده نه کوئ؟ هغوی به ویل کیفیت یې ښه نه دی خو له دې وروسته به دا خبرې نه وي.))
هوتکي وویل، له دغه سند وروسته دې د صنایعو خونه د کیفیت په برخه کې ضمانت ورکړي څو دوى په ډاډه زړه له داخلي توليداتو استفاده وکړي.
دغه راز د کانونو او صنایعو خونې عمومي رییس شېرباز کمینزاده وویل چې هر صنعتکار باید د کمیت، کیفیت او سالم رقابت له مخې خپل تولیدات بازار ته عرضه کړي.
شېرباز ټينګار وکړ چې ټول صنعتکاران دې د خپلو تولیداتو معیاري کولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
Views: 101
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن