ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سالنگي: که طالبان سوله ونه کړي پر وړاندې یې دویم مقاومت د جوړېدو په حال کې دى

26 Jan 2021 - 18:25
26 Jan 2021 - 18:25

چاریکار (پژواک، ٧ سلواغه ۹۹): د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي عبدالبصیر سالنګي د ۱۳۶۷ کال د سلواغې میاشتې د څلورمې نېټې د قربانیانو په یاد غونډه کې وویل، که طالبان سوله ونه کړي پر وړاندې یې دویم مقاومت د جوړېدو په حال کې دی.

د راپورونو له مخې، د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په څلورمه نېټه د وخت شوروي اتحاد له افغانستانه د وتلو په حال کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې ووژل.

سږ کال هم د نورو کلونو په څېر په سالنګ کې د یادو قربانیانو ورځ ونمانځل شوه.

د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي عبدالبصیر سالنګي په یادو مراسمو کې د سلواغې د څلورمې د قربانیانو ترڅنګ د دویم مقاومت د جوړېدو خبره هم یاده کړه.

نوموړي د طالبانو پر وړاندې د خلکو پر بسیج ټینګار وکړ او ويې ویل: ((که طالبان سوله ونه کړي، پر وړاندې یې دویم مقاومت د جوړېدو په حال کې دی.))

په ۱۳۵۷ کال کې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهه جوړه شوه او دغې جبهې پر افغانستان د امریکا د برید پر مهال د طالبانو په ځپلو کې رول درلود.

سالنګي زیاته کړه: ((موږ په خپل منځ کې سره لوېدلي یو، ولې پر دښمن ور ونه لوېږو او سیاسیون په انارشیسم حالت کې قرار لري، طالبان دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدلای، جګړه د حل لار نه ده.))

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني په دغو مراسمو کې وویل، که طالبان سوله ونه کړي دولتي ځواکونه له دوی سره مبارزې ته تیار دي او خلک د یادو ځواکونو ملاتړ کوي.

په سالنګ کې د سلواغې د څلورمې د یوه وژل شوي تن زوی احمد فرید سالنګي وویل، داسې سوله غواړي چې په هېواد کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.

خو د پروان والي فضل الدین عیار په یادو مراسمو کې د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ او ويې ویل، د پروان خلک چمتو دي چې په پروان کې د سولې جرګه ترسره شي او هغې ته ښه راغلاست وايي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version