ژبه

برتانيې او کاناډا د افغان خبريالانو په وړاندې د مخ په زياتېدونکو تاوتريخوالو په اړه اندېښنه وښوده

کابل (پژواک ۸ سلواغه ۹۹): په کابل کې د برتانيې او کاناډا سفارتونه په تېر کال کې د افغان خبريالانو په وړاندې د مخ په زياتېدونکو تاوتريخوالو او ناامنیو په اړه اندېښنه ښيي او هيله لري د طالبانو په ګډون د افغان سولې خبرو کې ښکېلې ډلې هدفي بريدونه په ښکاره توګه وغندي.

له دې سفارتونو څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د افغانستان حکومت له خوا د رسنیو ازادۍ اړوند نړيوال ژمنلیک لاسلیکېدل او د رسنیو ازادۍ په نړيوال ائتلاف کې د افغانستان شاملېدل نمانځي. په یاد ائتلاف کې ۳۷ هېوادونه شامل دي چې په ګډه سره د رسنیو له ازادۍ نه ساتنه کوي.

سرچينه زياتوي، د رسنیو ازادۍ د ګډو مشرانو په توګه، برتانیه او کاناډا نن ورځ د رسنیو خوندي ساتنې په برخه کې د افغانستان د پرمختګ یادونه کوي. په جولای ۲۰۲۰ کې د افغانستان ولسي جرګې د رسنیو قانون کې بدلونونه رد کړل چې کېدای شوای د رسنیو ازادۍ لپاره یې د اندېښنې وړ پایلې درلودلې وای. هغه مهال د افغانستان رسنیو ټولنې غړي یو موټی پاتې شو او دوی د دولت هغې پرېکړې ته چې په راتلونکې کې به له دوی سره په مشوره بدلون راولي، ښه راغلاست وایي.

سرچينه کاږي، د خبریالانو او رسنیو په برخه کې مسلکي کارکوونکو خوندیتوب ته ګواښونه یوه له هغو ستونزو ده چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې یې د بیان ازادۍ د تطبیق په مخ کې خنډ جوړ کړی دی. له بده مرغه، افغان خبریالان په تېر کال کې مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخامخ شوي. د رسنیو کارکوونکي، د بشري حقوقو فعالان او د مدني ټولنې مخور غړي ګواښول شوي، ټپي شوي او یا هم په هدفي بریدونو کې یې ژوند د لاسه ورکړی،  چې د دغو بریدونو ګڼ شمېر یې ښايي د طالبانو او یا هم د هغوي پورې تړلو ډلګیو له خوا ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: دوی د هغو وګړو پرضد د تاوتریخوالي، ګواښونو، سانسور او ډارولو هره کړنه غندي چې د افغانستان د لا خوندي او توپیر نه پاک راتلونکي لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي. رسنۍ هلې ځلې کوي چې رښتیا ښکاره کړي او تر نورو یې ور ورسوي. د دوی پر ضد د کرکې وړ هدفي بریدونه هرومرو باید په بشپړه او رڼه توګه وڅېړل شي. دوی د هغو وګړو د کورنیو او ملګرو سره ځان په غم کې شریک ګڼي چې په دغو بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په کابل کې د برتانيې او کاناډا سفارتونه وايي: “د افغانستان په جګړه کې دخیلې ټولې خواوې اخلاقي مسؤلیت لري چې سولې ته خپله ژمنه وښيي او تاوتریخوالي ته د پای ټکې کېږدي. موږ تمه لرو چې د طالبانو په ګډون د افغان سولې خبرواترو کې دخیلې ډلې په ښکاره توګه د رسنیو په کارکوونکو، مدني ټولنې او دولت باندې هدفي بریدونه په ښکاره توګه وغندي او همدارنګه موږ هر یوې خوا باندې غږ کوو چې د خبریالانو خوندیتوب او بیان ازادۍ نه ملاتړ وکړي.  د رسنیو او بیان ازادي د یوې ډیموکراتیکې ټولنې د ملا تیر دی او د بنسټیز بشري حقوقو او ازادیو لپاره اړینه ګڼل کېږي. د رسنیو په ازادۍ برید په حقیقت کې په بشري حقوقو برید دی.”

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، فعالې رسنۍ د افغانستان د تېرو دوو لسیزو د سترو لاسته راوړنو له جملې څخه دي، مخ په زیاتېدونکې نا امني د رسنیو  کړنې باید ټکنۍ نه کړي. برتانیه او کاناډا په خپلو ژمنو تاکید کوي چې په افغانستان کې به د رغنده رسنیو او د زړورو کارکوونکو نه یې د ساتنې په موخه له افغانستان سره په ګډه کار وکړي. چېرته چې د رسنیو استازي په ازاده توګه کار وکولای شي او ټولنې د لا ډېر ټیکاو او ثبات نه برخمنې وي.