کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): ولسمشر غني وايي، مالي او اداري برخې، د ګمرکونو، هوایي ډګرونو او اورګاډي پټلۍ مدیریت او نور باید ډیجیټلي شي او ژر تر ژره باید ډیجیټلي ستراتیژي ترتیب شي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د برلین تخنیکي پوهنتون نویوفارغانو، یو شمېر استادانو او د تخنیکي ټیم غړو سره د ډیجیټلي کېدو په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د برلین تخنیکي پوهنتون نویو فارغانو جمهور رئیس ته د خپلو تیزسونو اوڅېړنو پروژو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال په اړوندو برخو کې خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.
جمهور رئیس د دوی د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، زموږ موخه د ډیجیټلي تړلې ټکنالوژۍ ایکو سیستم دی. ډیجیټلي سیستم د کرونا وبا پرمهال د لس کلونو هومره مزل کړی او په دې برخه کې شاته پاتې هیوادونه به یې په سختۍ جبران کړي.
ده زياته کړه، له دې وروسته به فزیکي اړیکې په مراتبو کمې وي او افغانستان ډیجیټلي کېدو ته چمتو دی او په دې برخه کې باید اساسي ګامونه واخیستل شي. په افغانستان کې د شته ایکو سیستم زنځیرونه مات او بېلابېلې برخې یې سره وصل نه دي.
د هغه په خبره، په هر وزارت کې بېلابېل سیستمونه باید تحلیل او بدیلونه یې وړاندیز شي، ترڅو وصل شوی ملي پلټ فارم رامنځته شي.
نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په عوایدو، زېربنا، ګمرکونو، خصوصي سکتور او نورو برخو کې موجوده ستونزې په اساسي توګه تعریف او مناسبې حل لارې ورته ولټول شي. د دې لپاره د لارې واضح او هدفمندې نقشې ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، مالي او اداري برخې، د ګمرکونو، هوایي ډګرونو او اورګاډي پټلۍ مدیریت او نور باید ډیجیټلي شي او ژر تر ژره باید ډیجیټلي ستراتیژي ترتیب شي.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ معین احمد مسعود لطیف رای د مخابراتو وزارت د ریاستونو د خالي بستونو، د سیستمونو په برخه کې د موازي ادارو او نورې ستونزې یادې او په وزارت کې د اساسي بدلونونو وړاندیز وکړ.
د کابل پوهنتون استاد رفیع الله مومند د تخنیکي ټیم د کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د مالي استقلالیت او د دولت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاءالله نصیب د برلین تخنیکي پوهنتون دغه نوي فارغان د هیواد لویه معنوي پانګه وبلله او په مایکرو او ماکرو دوه برخو یې د ډیجیټلي کېدو بحث د جلاوالي، د مرکزیت د ایجاد او تر یو چتر لاندې د کار کولو وړاندیز وکړ.
جمهور رئیس غني د بحثونو او وړاندیزونو د جمع بندۍ په برخه کې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس ته په جمهوري ریاست کې د ډیجیټلي کېدو برخې د ستونزو د حل په موخه د پرله پسې غونډو جوړولو لارښوونه وکړه.
محمد اشرف غني وویل، د مخابراتو وزارت د ریاستونو د خالي بستونو ستونزه به په اساسي توګه حل شي.
هغه زیاته کړه، معلوماتو ته لاسرسی باید زیات، پروسې اسانه او د مرکز او ولایتونو ترمنځ پراګندګي له منځه لاړه شي او سیستم باید د وړاندوینې وړ وي.
جمهور رئیس د تخنیکي ټیم غړو څخه وغوښتل چې له شته ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې لپاره خپله طرحه ورسره شریکه کړي چې په اړوندو ځایونو کې ورته زمینه برابره شي. د تفتیش ادارې ظرفیت باید لوړ شي.
د هغه په وینا، د پوهنتونونو او ښوونځیو اوسنی وضعیت باید په اساسي توګه بدل او د کار بازار او اړتیاوو سره سم عیار شي.