ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د يونيسف پوليو څانګې مشر ته له هېواده د وتلو امر کړى

ولسمشر د يونيسف پوليو څانګې مشر ته له هېواده د وتلو امر کړى

author avatar
28 Jan 2021 - 13:18
ولسمشر د يونيسف پوليو څانګې مشر ته له هېواده د وتلو امر کړى
author avatar
28 Jan 2021 - 13:18

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٩): ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونيسف د پوليو څانګې د مشر د وتلو حکم کړى دى.

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مینه پال پر خپلې ټويټرپاڼه ليکلي چې دغه کس محمد محمدي نومېږي او په ٢٤ ساعتونو کې ورته له افغانستانه د وتلو امر شوى دى.

هغه ليکلي: «‏محمد محمدي چې د یونیسیف پولیو  برخې مسوول و، په چارو کې د نه شفافیت او د افغانستان ولسمشر ته د بې اعتنایۍ په دلیل د ولسمشر د حکم پر اساس په څلور ويشتو ساعتونو کې له افغانستانه اخراج شو.»

ځينو سرچينو ويلي چې د یونیسف دغه مسوول مخکې له دې له ولسمشر غني سره د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ په تړاو جنجالي بحث درلود.

د راپورونو له مخې، ولسمشر غني له محمدي غوښتي وو چې د کرونا ناروغۍ په تړاو د لګول شوو پيسو په اړه معلومات ورکړي، خو هغه ډډه کړې وه.

Views: 881

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.